تالبانو د پاکستان مشوره واخيسته پر خلکو مالیې دوه برابره کوي
خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو حکومت اعلان وکړ چې د دوی د مالیې وزارت يو پلاوی پاکستان ته د دې لپاره ځي چې د مضاعف ماليې په هکله له پاکستاني لوري سره خبري کوي.
د دې سفر پخلی د تالبانو د رژيم یوه وياند انعام الله سمنګاني وکړې هغه پر ټويټر ولیکل چې د دوی د رژيم يو څلور کسيز پلاوی پاکستان ته د مالياتي چارو لپاره تللی، هغه په دې هکله نور جزيات نه دي ورکړي.
مضاعف د مالیې دوه برابره کولو ته وايي دا چې تالبان څه پلان لري مالومه نه ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې برخې مسولين بيا د تالبانو په دې اقدام اندېښنه څرګندوي او وايي که د تا لاس تالبانو هدف له مضا عفه څخه د مالېي دوه چنده کول وي نو دا به لویي ستونزې و زېږوي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د رئيسه پلاوي يوه غړي اذرخش حافظي په خپلو خبرو کې وويل چې له مضاعفې څخه يو هدف دا کيدلی شي چې اوسنۍ ماليه دوه برابره شي بل هدف دادی که چيري يو کس په پاکستان او افغانستان کې پانګونه ولري او له يوې پانګې دواړو هېوادونو ته ماليه ورکړي.
اذرخش وويل چې که د تالبانو مطلب د ماليې دوه برابره کيدل وي نو له دې سره به يو اقتصادي ناورين رامنځته شي چې بیا به هيڅکله خلک و پانګونې ته زړه ښه نه کړي.
تالبان څلورو میاشتو راهسې پر افغانستان ولکه ټينګه کړې او له هغه راوروسته افغانان تر ټولو بد حالت کې شپې او ورځې تيروي تالبان د دې پر ځای چې د هېواد د سقوط وضعيت څخه را ووزي دوی غواړي پر پانګوالو باندي ماليې دوه برابره کړي خو دا به افغانستان ته د يو بد راتګ پيل وي د افغانستان کمزوری اقتصاد بد حالت او د تالبانو داسې ناغيړي د ولس د دويم ځل بربادۍ لامل کيدلی شي
Comments are closed.