The news is by your side.

کورونا ټولنیز واټن اړین کړ

خبریال وېب پاڼه/ په کاناډا کې، څيړونکو د کورونا ویروس له کبله د ټولنیز واټن اخستنې په پار ځانګړې حلقه جوړه کړې يا رامنځته کړې ده.

په داسې حال کې چې په نړۍ کې طبي کارپوهان د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر نیسي او ځای اوسیدونکي هم ټولنیز واټن ته بېلابېل چلندونه او لارې غوره کوي.

کاناډايي څيړونکو يوه نوې احتراع کړې، داسې يو ډيسک لرونکې پلاستيکي کڅوړه يي جوړه کړي چې په اغوستلو سره يي ټولنیز واټن اخستلو ته اړتیا نه لیدل کیږي.

د يادې چارې يو ترسره کوونکی ډینیل وايي ټولنیز واټن مهم دی، مګر په تنگ لارو کې د ٢ مترو فاصلو ساتل یو ستونزمن کار دی، نو ځکه يي د داسې يوې وسیلې په جوړېدو فکر وکړ.

د کرونا ویروس څخه د مخنیوي او خوندیتوب لپاره ټولنیز واټن مراعتول ډېر اړین دي.

یو شمېر روغتیایي څیړونکي د کرونا ویروس څخه د خوندیتوب لپاره له یو بل سره د دوه نیم یا درې متره ټولنیز واټن ساتل مهم بولي، ځکه په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا ویروس د ټولنیز واټن نه مراعتولو له کبله ډېر ژر په چټکۍ سره خپور شو.

د ماسک څخه ګټنه، د دستکشو استعمال، لاسونه پر صابون مېنځل، ټولنیز واټن او د کرونا د نښو نښانو د لیدلو پر مهال قرنطین کېدل د دې ویروس څخه د ځان او نورو د ساتنې لپاره لارې چارې دي.

د کرونا ویروس چې د څو میاشتو په ترڅ کې نږدې د نیمې نړۍ په هېوادونو کې په خورا چټکۍ سره خپور شو، کنټرول یې هم ستونزمن شو، نړۍ یې له یو لوی روغتیایي او اقتصادي بحران سره مخ کړه.

روغتیاپالان د کرونا ویروس څخه د خوندیتوب لپاره یوازینۍ لار په کورونو کې پاتې کېدل یادوي او د ګڼې ګوڼې ځایونو ته له ورتګ منع کوي او د وقایوي لارښوونو تطبیقول هم د کووېډ١٩ څخه د خوندیتوب لپاره اړین بولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.