The news is by your side.

نوی خبر: بلينکن تالبانو ته د رسميت پيژندنې لاره وښوده

خبريال ويب پاڼه/ روسیې او اوس بيا امريکا تالبانو ته د رسميت پيژندلو لاره وښوده او هغوی ته يې شرايط وړاندې کړل.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتونيو بلينکن په خپلو تازه څرګندونو کې تالبانو ته مشوره ورکړه چې که د نړۍ رسميات غواړي چې نو د خپلو کړنو او تګلارو برخه کې دي کتنه او سمون راولي.
بلينکن تازه د ۲۰۲۲ کال لپاره د لومړيتو بونو اعلان کې دا خبرې وکړې.
هغه په خپلو خبرو کې وويل پر يو لړ لارو غور کوي چې له مخې یې افغانستان اقتصاد ته نغدي پيسې ور پيچکاري کړي، هغه وويل له داسې لارو چارو کار اخلي چې دا پيسې تالبانو ته په لاس ور نه شي.
د ده په خبره د امريکا بنديزونه به پر تالبانو باندې تر هغو پر ځای پاتي وي څو چې دغه ډله د نړیوالې ټولنې سپارښتنې چې بشري حقونه د افرادو ازادي او له غچ اخيستلو څخه ډډه ده ترسره نکړي.
افغانستان د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونه له لوري د نړۍ په کچه بشريت ته یو ستر خطر هېواد اعلان شوی د ملګرو ملتونو ادارې ويلي که افغانستان ته نړۍ پاملرنه و نه کړي نو د دې هېواد۹۷٪ سلنه وګړي به صحي خوراک ته له لاس رسي محروم شي، دې ادارې له نړيوالو غوښتي چې ان ډ راتلوونکي کال لپاره د افغانستان لپاره څلور نيم ميليارده ډالر برابر او د حالت د سمولو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.
تالبان څلورو مياشتې وړاندې پر کابل واکمن شول چې سمدستي د امريکا له اقتصادي بندیزونو سره مخ شول دا ډله واک ته له رسېدو را وروسته هيچا هم تر اوسه په رسميت نه ده پيژندلې.
روسيې هم تالبانو ته يو شمېر شرايط کښېښودل چې دا ډله به يې عملي کوي او له هغه وروسته به يې روسیه په رسميت پيژني روسیې تر هرڅه وړاندې له تالبانو د ټولشموله حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه تالبانو په تازه څرګندونو کې ويلي چې اوس يې ډير ښه او مثبت سياست پيل کړی او بريالي به وي.

Comments are closed.