The news is by your side.

شونټۍ/نوي کال ته ولې خوښ یو؟

لیکنه: اجمل ښکلی

کال د کلي مهال يو جز دی. موږ فکر کوو, چې مهال يو حسي مفهوم دی, چې موږ يې تجربه کولای شو, ځکه خو نوې ورځې او نوي کال ته خوښ يا غمجن يو.
خو رښتيا دا دي, چې وخت يو انتﺯاعي مفهوم دی, چې موږ يې د مکان په استعاره کې درک کوو. مکان په حواسو تجربه کوو, داسې نوی کال هم لکه د يوه ظرف يا يوه مکان غوندې راته ښکاري.
د فلسفې له پلوه ﺯمان په ماده کې راغلي بدلون ته وايي. ﺯوی مو چې سږکال د درو کلو دی, په بڼه او چلن کې يې بدلون وينو, ژبه يې تر تېرو دوو کلونو ښه شوې. په خپل ژوند کې هم بدلون احساسوو. په وظيفه کې مو پرمختګ کړی, کار مو ښه شوی يا خراب شوی او په دې ډول د وخت بدلون انګېرو.
که مهال په خپله د پديدې بدلون ته وايي, بيا خو هغه خلک چې په ژوند کې يې مثبت بدلون نه وي راغلی, نوي کال ته د خوښېدو حق هم نه لري.
موږ نوي کال ته په دې هيله خوښېږو, چې ښايي ژوند مو پکې ښه شي يا په دې خاطر چې انسان په ژوند کې نوښت ته خوښېږي او په دې نوښت کې مهال هم راځي؛ خو اصلي خوښي له نوي کاله هغه خلک اخلي, چې په ژوند کې يې مثبت بدلون راځي. هغه سړی چې سږ کال يې يوه نوې مغاﺯه پرانيستې وي يا هغه مامور چې سږکال يې يوه رتبه اخيستې وي او په نوي کال کې بلې ته منتظر وي يا هغه محصل چې په دې کال کې بهر لوړو ﺯده کړو ته روان وي. دا ډول خلک د وخت د بدلېدو او کال ته خوښيو اصلي مستحقين دي او د کال د بدلون مانا احساسوي.
مهال په اصل کې د بدلون نښه ده. د دې نښې موخه دا ده, چې موږ په دې مو پوه کړي, چې د الله له ذات پرته هر څه بدلون کوي. د افرادو بڼې, چلن. د هېوادونو بڼې او کلچر, بلکې ساينس خو مرګ هم د بدلون په مانا اخلي. له يوې بڼې نه بلې ته د مادې بدلون مرګ ګڼل کېږي. هغه پخواني حيوانات يا نباتات چې تر خاورو لاندې شوې, په بېلابېلو کيمياوي موادو بدل شوې, چې موږ ترې اوس استفاده کوو.
که د مهال د نښې پيغام ته متوجه شو او دا ومنو, چې که په ژوند کې څه شی ثابت دی او مانا لري, هغه بدلون دی؛ نو بدلون به مو نه يواﺯې دا چې و نه ځوروي, بلکې خوند به ترې واخلو. پخوانو خلکو چې ماضي ورته پر حال مقدمه برېښېده, د نيکونو تجربو ته د معيار په سترګه کتل او نه يې غوښتل چې د نيکونو ﺯوړ اخلاقي او فرهنګي نظام د دوی د امانتونو غوندې وساتي. همدا تمايل يې په شاعرۍ او علومو کې رابرسېره شوې هم دی؛ خو دوی نه وو متوجه چې که د نيکونو هډوکي خاورې کېدای شي, فرهنګي پاتې شونې خو د همدوی ﺯوايد او صفات دي, هغه څنګه روغ پاتې کېدای شي. که نيکونه له مرګه نشو ساتلای, فرهنګ به يې څرنګه وساتو.
هغوی بدلون نه خوښاوه, خو خبر نه وو, چې بدلون د چا سترګو ته نه ګوري. بدلون راغی, ډېر هغه شيان چې هغوی د ثابتو حقيقتونو په توګه منلي وو, اوس موږ ته دروغ ښکاري. هغوی فکر کاوه, چې ماشوم يواﺯې په ډب باادبه کېږي؛ خو اوسني علوم وايي, چې ډب برعکس ماشوم بې ادبه کوي. هغوی فکر کاوه, چې ځمکه د غويي په ښکر ولاړه ده؛ خو موږ ته دا خبره تشه خرافه ښکاري. هغوی ويل, تر ځمکې د قاف غرونه راتاو دي؛ خو موږ پوهېږو, چې دا خبره سمه نه ده. د هغوی ژوند په همدې پاراډايمونو کې دننه مانا کاوه او د قاف تر غرونو هاخوا نړۍ يې نه وه ليدلې؛ خو ﺯموږ د درک و پوهې اساسات مختلف دي. موږ پوهېږو, چې ځمکه د شمسي نظام په مرکﺯ کې نه ده.
که موږ په نوي مهال کې له ﺯړو تاريخ تېرو فرهنګي تجربو پر استفاده ټينګار وکړو, دا به داسې وي, لکه په خپلو پخو اپارتمانونو کې چې د رڼا لپاره شونټۍ ولګوو.
که ﺯموږ معيار د فرهنګ او انسان په تړاو کې د پخوانو پر خلاف د افرادو هوسايي او د نوې مهال غوښتنې وي, مثبتو بدلونونو ته اړتيا لرو. د خپل فرهنګ هغه اړخونه چې له کاره لوېدلي, د شونټۍ او پېلوځو غوندې د تاريخ په لرغونتون کې پرېښودل پکار دي او هغه چې لا د استفادې جوګه دي, د تاويل او تعبير صيقل ته اړتيا لري. څرنګه چې په يوه څو پوړيﺯ اپارتمان کې د شونټۍ لګول وروسته پاتېوالی ښيي, په نوې ﺯمانه کې له ناچلو دودونو استفاده کوونکي هم د پرمختګ دعوه نشي کولای. که د الوتکو او موټرو په دې نوې ﺯمانه کې څوک له يوه هېواده بل ته په اوښ سفر کوي, تر سادتوب بل لقب نشو ورکولای.
اوس چې د فرهنګي بدلونونو سرعت ډېر چټک شوی, موږ اړ يو چې پر بدلون ژور فکر وکړو, د خپل فرهنګ جاج واخلو او د خپل فرهنګ او نوي مهال ترمنځ د پوهاوي لپاره يو ډسکورس رامنځته کړو او په دې ډسکورس کې دا وګورو, چې د فرهنګ کوم اړخونه ساتلای شو, کوم يې نشو او د کومو اړخونو ځايناستي بايد څه وي؟ تېره اوونۍ عمران خان وويل, چې پښتانه نجونې مکتبونو ته نه پرېږدي. په دې بايد غور وکړو, چې دا ماﺯې يو تشريح ده که د راتلونکې لپاره اجنډا. بېسوادي د هر ناورين مور ده. مکتبونو ته د نجونو نه پرېښودل ﺯموږ د کلچر ناسم اړخ دی, دا اړخونه بايد نور له خپل فرهنګه لرې کړو. له ښځو سره ﺯموږ په فرهنګي چلن کې ډېرې نيمګړتياوې دي, چې بايد شا ته يې پرېږدو او که مثبت اړخونه ولري, و يې ځلوو.
که کال په کال په خپل فردي ژوند او ټولنه کې مثبت بدلون احساس نه کړو, په اصل کې د مهال په مانا او د نوي کال په خوښۍ نه پوهېږو او يو بل ته د مبارکيو په استولو ماﺯې د ماډرنې نړۍ پېښې کوو.

Comments are closed.