The news is by your side.

درنې واورې د سالنګونو لویه لار هم وتړله

خبریال وېب پاڼه: د سالنګونو د ساتنې مسوولان وایي، چې د زیاتې او درنې واورې ورېدو له امله د سالنګونو لویه لار د هر ډول موټرو د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.

د سرچینې په خبره په سالنګ کې دوه ځایه برف کوچونه هم راغلي دي، خو چاته پکې زیان نه‌ دی اوښتی.

د سالنګونو د ساتنې رئيس عبدالله عبید وایي، د هغو کسانو لپاره، چې په واورو کې ایسار شوي د ژغورنې عملیات روان دي.

د هغه په خبره تر اوسه چا ته زیان نه دی اوښتی.

تر دې وړاندې د هوا پېژندنې ادارې خبر ورکړی و، چې په راتلونکو څو ورځو کې به په ګڼو ولایتونو کې ورښتونه او واورې وشي.

د یادونې ده چې تېره ورځ سه شنبه د کابل ـ بامیان او غور لویې لارې هم د زیاتې واورې ورېدو له کبله تړل شوې شوې.

د یادو لارو د تړل کېدو له له د ګڼو ولایتونو اړیکې له مرکز کابل سره قطع شوې.

مسوولان زیاتوي، چې دوی هڅه کوي ژر دا لاره پاکه او د تګ راتګ لپاره چمتو کړي.

د وروستیو معلوماتو پر اساس تر دې دمه له یو متر څخه ډېره واوره په سالنګونو کې ورېدلې ده او لاهم دوام لري.

Comments are closed.