جاپان کې یو ( ماهي ) په ۱۴۵۰۰۰ ډالره خرڅ شوی

خبریال وېب پاڼه: په جاپان کې یو غټ ماهي په ۱۴۵۰۰۰ امریکایي ډالره خرڅ شوی دی.

دا ماهي د یاد هېواد په پلازمېنه توکیو کې خرڅ شوی دی.

د فرانسې خبري آژانس د مالوماتو له مخې خرڅ شوي ماهي ( کب ) ۲۱۱ کیلوګرامه  وزن درلود او د جاپان په شمال کې نیول شوی وو.

دا ماهي تېره ورځ د اونودېرا په نوم د رستورانونو یوې ډلې واخیست.

په جاپان کې تونا ماهي د سوشي په نوم د ځانګړو خوړو ترڅنګ په نورو خوارکونو کې هم کارېږي.

د یادونې ده، چې په نړۍ کې دا ډول پېښې کله ناکله رامنځته کېږي، چې د نړیوالو پام خپلوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More