The news is by your side.

لغمان: د تالبانو د ملي امنیت رئیس ترافیکي پېښه کې ووژل شو

خبریال وېب پاڼه: د لغمان ولایت د ملي امنیت رئیس په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د یاد ولایت د والي ویاند صلاح الدین ذاهد وایي، دا پېښه تیره شپه شاوخوا دولس بجې د مرکز مهترلام اړوند قرارګاه سیمه کې رامنځته شوه.

نوموړی زیاتوي، چې په دې پېښه کې د ملي امنیت رئیس مولوي الفت هاشمي ووژل شو او پنځه نور ساتونکي یې سخت ژوبل شول.

د والي ویاند زیاتوي، چې ټپيان یې روغتون ته لېږدولي دي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د زیاتو ورښتونو له امله ترافیکي پېښې ډېرې شوي دي.

وړمه ورځ د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار د لغمان اړوند مشلې کمر سیمه کې هم د درېیو ترافیکې پېښو له امله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Comments are closed.