The news is by your side.

د کابليانوشکايت: تالبانو د برېښنا بيل دوه برابره کړی

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو د حکومت په راتګ سره ستونزې زياتې شوې او ورسره سم په ټولو ولایتونو کې د برق لويه تشه رامنځته ته شوې چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي کابل ښاریان وايي چې بيل دوه برابره خو برق ډیر لږ ورته را خوشي کیږي.
د افغانستان پلازمېنه هغه ښار چې په دې وروستيو کې يې برق له ستونزو سره مخ دی ولې کله چې د بيل وخت شي نو پيسې تر پخوا زياتي غواړي.
د کابل يوه په عمر پوخ ښاري وويل چې د پخوا په پرتله برق ډیر لږ دی خو هره مياشت يې بيل موږ ته تر ۲۵۰۰ افغانیو پوري راځي پخوا ښه وو، د برق پيسې مو ورکولی شوای اوس چې هيڅ کار نشته دا پيسې نه شو پريکولی، تالبانو برېښنا ګرانه کړې او په دې اداره کې هيڅ کنټرول نشته.
په دې ښار کې يوه کراچيوان وويل له يوې بې کاري او له بله پلوه خلک بد حال کې دي د برق بلونه زيات شوي بايد دولت پاملرنه وکړي.
تالبانو که څه هم په دې برخه کې د کړنو راپورونه ورکړي او له تاجکستان هېواد سره يې د وارداتي بريښنا قرارداد لاسليک کړ خو د بریښنا اداره له پخوا څخه د تاجکستان هېواد ميليونونه ډالر قرضداره وه چې اوس تالبان د خلکو له جیبونو غواړي چې دا هرڅه پوره کړي.
خلک په څه حالت کې دي؟
د تالبانو په راتګ سره سره په کلي ډول د افغان ملت اقتصاد سقوط شوی او په ډير بد وضعيت کې دي که چيرې تالبان غواړي چې د حکومتولي عايدات له خلګو په ماليه او نورو نومونو ټول کړي او ځان پوره کوي نو دا يوه ستره ناکامي او د دوی سقوط په ګوته کوي.

Comments are closed.