The news is by your side.

ايزديار: په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان الوتکې تالبان نشي ترلاسه کولای

خبريال ويب پاڼه/ د افغانستان د مشرانو جرګې پخواني مرستيال محمد عالم ايزديار په تازه مرکه کې د افغانستان پر وضعیت او د تالبانو پرحکومت ږغېدلی هغه په ازبکستان او تاجکستان کې د افغانستان د هغه الوتکو په هکله چې د جمهوري حکومت د سقوط پر مهال د پيلوټانو له لوري بيول شوې وې بحث وکړ.
ښاغلي ايزديار وويل چې تالبان په دوه دليلونو باندي بيرته دا الوتکې نه شي ترلاسه کولای يو چې دوی نړيوال مشروعيت نلري او دولت يې تراوسه په رسميت نه دی پیژندل شوی دويم دا چې دوی يو بې سواده او قبيلوي غوندي ډله ده چې له مسلکي او تخنيکي لحاظه د الوتکو اداره او کنټرول نه شي کولای.
ښاغلي ايزديار د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاجکستان او ازبکستان به له تالبانو سره څه برخورد ولري؟ وويل: چې د دې دواړو هېوادونو دليل جوړ دی ځکه د دوی جناب مقابل يعني تالبان يو دولت نه بلکې يوه ډله ده او هيڅ په رسميت نه ده پيژندلې شوې.
هغه وويل دا الوتکې به هغه مهال افغانستان ته سپارل کېږي چې په دې هېواد کې يو ټولشموله او ټولو ته د منلو حکومت نه وي رامنځته شوی.
ايزديار مهمه خبره دا وکړه چې دا الوتکې له امريکايانو سره په مشوره دې هیوادونو ته انتقال شوې او اوس هلته دي.
تالبان څه وايي؟
تيره ورځ د تالبانو د ټولو هوايي ډګرونو د تنظيم د‌کميسون رييس لطف الله حکيمي د افغانستان د هوايي ځواک د الوتکو په هکله جزيات ورکړل او ويې ويل چې د افغانستان د هوايي ځواک ۸۱ الوتکې او چورلکې له دوی سره دي چې اوسمهال يې له ۴۱ څخه دوی عملاً کار اخیستل کېږي، او د پاتی نورو يې د تخنیکي ټیمونو له لوري کار روان دی چې ډير ژر به جوړي او ترميم شي.
نظامي شننونکي
د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پخواني مشر جنرال فرید احمدي تيره ورځ وويل چې تالبان بايد پوی شي چې د افغانستان هوايي ځواک ټولې ۲۰۰ چورلکې جنګي او بې پيلوټه الوتکې لري چې د افغانستان د ملت سرمایه ده
عام افغان څه وايي؟
عام افغانان چې اوسمهال يې زړونه مات او ويرجن شوي دا فکر کوي چې بيا به افغانستان هيڅکله هوايي ځواک ونلري ځکه چې الوتکې يې کنډي کپر او هرڅه له منځه ولاړل.
ويل کيږي چې تيره ورځ کندهار کې یوه ايم ډي ډوله الوتکه چې بې احتياطي ورسره شوې وه لويدلې د دې طیارې لويدلو ويډيو هم د خبریال ويب پاڼې له ادرسه خپره شوه.

Comments are closed.