The news is by your side.

‏تالبان: موږ د چا سر نه دی کل کړی؛ وېډیو پخوانۍ ده

خبریال وېب پاڼه: تالبانو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې دوی ته منسوبه وېډیو رد کړه.

د امر بالمعروف وزارت مسوولان وایي، هغه ویډیو پخوانۍ ده، چې پکې تالبانو ته منسوب کس په کې د یو ځوان د سر ویښتان قیچي کوي.

سرچینې ویلي، دغه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، د کابل د فتحې په اولو ورځو کې دغلا په جرم له نیول شوي کس سره خپل سری عمل شوی.

‏امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، دا کړنه دوی پورې تړاو نه لري او نه هم دا د تالبانو تګلاره ده.

یاد وزارت ډاډ ورکړی، چې د ورته کړنو مخنیوی به کوي.

دوی وایي، دا ډول پېښې جدي څاري او ژر به یې عاملین هم ونیسي.

بل لورته بیا عام ولس د تالبانو دا خبرې له مسولیته تېښته بولي او وایي، ډېری داسې پېښې شته، چې تالبانو پکې له ولس سره ظلم کړی او بیا یې مشرانو د ولس د غولونې لپاره له مسوولیته ځان ويستلی دی.

عام خلک وایي، که تالبان دا ډول کړنې ترسره او بیا په یوه او بله بهانه ځانونه وباسي دا به دوی ته لوی زیان وکړي.

د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي هم په دې مسله سخت خوابدي شوي او دا یې ظلم بللی دی.

Comments are closed.