The news is by your side.

صالح: پاسپورټ ریاست د تالبانو تر ټولو بدنامه اداره ده

خبریال وېب پاڼه: د راپرځېدلي (سقوط) شوي حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې په ملیونونه افغانان د تالبانو د وحشتونو له امله هڅه کوي، چې له وطن نه وتښتي.

نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه د کابل پر پاسپورټ ریاست هم سختې نیوکې کړي.

هغه ویلي، چې د کابل پاسپورټ ریاست د تالبانو تر ټولو بدنامه اداره ده او له همدې امله ترې زرګونه افغانان ځورېږي.

هغه ویلي، که چېرې د ګاونډيو له لوري پولې خلاصې وایي، ښآیي د کډوالو سېلابونه ورغلي وای.

امرالله صالح  دغه راز زیاته کړې چې د تالبانو مشرتابه ملا هیبت الله وجود نلري او د تالبانو ستراتېژيک مدیریت د پاکستان د استخباراتو په واک کې دی.

هغه دغه راز په خپله پاڼه لیکلي، چې د ورځې په لسګونه تجاران او صرافان د تالب مشرانو له لوري تښتول کېږي، خو رسنیو ته ازادي نشته ځکه ترې څوک خبر نه دي.

امرالله صالح وایي، خلک نور په تنګ راغلي او نور باید د دې ظالم نظام پر وړاندې پاڅون وکړي.

تالب چارواکو تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

Comments are closed.