fbpx

نړیوالو  قدرتونه: د جیش محمد مشر دي تورلیست شامل شي

 

امریکا، فرانسې بریتانیا د یوې طرحې له مخې ملګرو ملتونو ته وړاندېز کړی چې د جیش محمد ډلې مشر مسعو اظهر دي په خپل تور لیست کې شامل کړي.

د غه تروریستي ډله چې اوس مهال په پاکستان کې میشته ده پر هندي ځواکونو د برید مسؤلیت پرغاړه اخیستی او ګواښ یې کړی چې  نور بریدونه به هم ترسره کړي، ددې برید په ترڅ څلويښت هندي سرتیري ووژل شول.

له دې برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي خرابې شوې او آن تردې چې یو بل ته يې د درنې جګړې ګواښ کړی.

تردې وړاندې د ملګرو ملتونو ادارې کوښښ کړی وو چې  ددې ډلې د مشر نوم تور لیست ته زیات کړي خو هغه مهال  د چین له مخالفت سره مخ شوې وو.

امریکا له دواړو هېوادونو څخه غوښتې چې یو د بل په مقابل کې دي د نظامي ځواک له کارونې څخه ډډه وکړي او دغه موضوع دي د خبرو له لاري حل کړی.

تیره ورځ پاکستان هېواد خبر ورکړ چې د هندستان هېواد الوتکې يې غورځولې او یو پیلوټ يې ژوندی نیولی چې نن د هند دولت ددې پیلوټ د ژر تر ژره خوشي کیدو غوښتنه وکړه.

د غه اقدام د پاکستان هېواد له لوري په داسې حال کې ترسره شوی چې څو ورځې وړاندې د پاکستان خاوره کې هندي الوتکو د تروریستانو مرکزونه په نښه کړل او بمبار يې پرې وکړ.

ددې هېوادونو له کړکیچ وروسته د پاکستان پر هوايي فضا د بهرنیو الوتنو لړۍ درېدلې او تیره ورځ يې څو افغانۍ الوتکې بیرته کابل ته ستنې کړې وې.

د پاکستان او هند له خپلواکۍ څخه ۷۰ کاله تیریږي چې ددې کلونو په اوږدو کې دې دواړو  هېوادونو ترمنځ درې  ځله لويي جګړې شوې، چې وروستۍ جګړه يې په ۱۹۹۹میلادي کال کې پېښه شوې.