The news is by your side.

د‌ داعش واليان له تالبانو سره کابل کې ګوري او د دوی په اجازه سفرونه کوي

خبريال ويب پاڼه/ د افغانستان د مطالعاتو مشر او څيړونکی حکمت الله عظيمي په دې هکله تازه څرګندونې کړې او زياته کړې يې ده چې داعش د راتلوونکې لپاره ځکه خطر دی چې نيمايي تالبان ورسره اړیکې لري.
که څه افغانستان اوس مهال له نسبي پلوه امن دی او دا مهال دې هېواد کې بم چاودنې او جګړې کمې شوې خو عام افغانان د‌ خپل راتلونکي په اړه ډيري اندېښنې لري او وايي چې هسې نه په راتلونکي کې يې د سیمې امنيت ګډوډ شي.
خو تالبانو ډاډ ورکړ چې دوی به داعش وځپي.
په دې هکله څيړونکي او د افغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر حیات الله عظمي وويل: داعش بايد وپيژندل شي هغه زياته کړه چې په دې ډله کې پخوانی داعش، د حقاني شبکې غړي او د سيمه ييزو هېوادونو کسان دي چې يو مکس سلاده يې. رامنځته ته کړې.
د ده له انده چې داعش د افغانستان په څلور دیرش ولایتونو کې فعالیت لري او ورته يې واليان ټاکلي دي.
نوموړي وويل چې تالبان پر څو ډلې ويل شوي منځلارې تالبان له داعشو سره مخالف خو د حقاني شبکې يو شمېر غړي ورسره زياتي اړيکې لري.
دا څرګندونې پر داسې مهال کیږي چې تالبانو تل ویلي چې د داعش په وړاندې يې مبارزه کلکه کړې او د دوی خطر زيات کم شوی او هيچاته هم دا ډله خطر نه شي پيښولای.
سيمه ييز هېوادونه د داعش په اړه څه فکر فکر کوي؟
د منځنۍ اسیا هېوادونه او روسیه اوس له افغانستان څخه خورا خطر احساسوي او وايي چې له افغانستان د ور پيښيدونمو خطرونو په وړاندې يې پوره چمتوالی نیولی.
روسيې له تاجکستان سره په ګډه د افغانستان پولې ته نژدې يو شمېر پوځي اډې جوړې کړې او ويلي يې دي چې دوی به خپلو هڅو ته د امنيت د ښه والي لپاره دوام ورکړي
تالبان څه وايي؟
تالبانو په خپل راتګ سره ټولې نړۍ ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې اوس امنيت تأمين دی او د دې هېواد له خاوري هيچا ته کوم ګواښ نه دی متوجې

Comments are closed.