The news is by your side.

له پاکستانه خلاصون هلته د جهاد پيلول دي

خبريال ويب پاڼه/ پاکستان لسیزې لسیزې کيږي چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنه کوي او په دې هېواد کې يې تل د
نیابتي جګړې ملاتړ کړی که په افغانستان کې ملايکې هم حکيمي شي نو د پاکستان له لوري به پر افغانستان د جهاد فتوا په حتمي توګه راځي.
په دې هکله په افغانستان کې د نظر خاوندان او شننونکي هم ګڼ نظريات لري.
ليکوال او څيړونکي اسماعيل يون پر خپله فېسبوک پاڼه باندي د جهاد کولو امر کړی
اسماعيل يون وويل: له پاکستانه د خلاصون غوره لاره همدا ده چې هلته وسلوال جهاد پیل، اسلامي نظام حاکم او شریعت هم سل په سلو کې پلی شي.
اوس مهمه مسله د تالبانو له راتګ سره پيل شوې که څه هم زړه مسله کيدلی شي خو تالبانو نوی رنګ ورکړ، په دې وروستیو کې د تالبانو او پاکستاني دولت ترمنځ د ډيورنډ پر کرښه نښتې او ستر جنجالونه رامنځته شوي، نن تالبانو او پاکستان پر دې مسله يو بل ته ګواښ هم وکړ.
پرهمدې مهال د عوامي نيشنل ګوند عمومي وياند هم د ډيورنډ فرضي کرښې موضوع ته اشاره کړې او پر دې هکله يې یې تازه څرګندونې کړې دي.
زاهد خان وويل د ډيورنډ کرښې هوکړه د ۹۹ کلونو لپاره مير عبدالرحمن خان له انګرېزانو سره کړي وه، وخت يې پوره شوی او د دې کرښې قانوني حيثيت ختم شوی دا د پښتنو تقسيم دی.
پاکستان کې څوک جهاد کوي؟
تير ۲۰۲۱ کال په پاکستان کې د جهاد کولو کال وو، په دې کال کې د تحريک تالبان او بلوڅ ملتپالو مجاهدينو د خپل جهاد په ترڅ کې ډير زيات شمېر پاکستاني عسکر هلاک او وغځول چې په دې سره محرومو ملتونو د ژوند تر يوې کچې زمينه مساعده شوه تحريک تالبانو ګواښ وکړ چې دوی به د دې مستبد حکومت پر وړاندې تر هغو جګړه کوي تر څو چې په پاکستان کې يو اسلامي او شریعتي نظام حاکم شي.

Comments are closed.