The news is by your side.

جلال د تالبانو مشروعيت او رسميت وځنډوی

خبریال ويب پاڼه/ تالبانو خپل يو منتقد د پوهنتون استاد فيض جلال ونيوه او توريې پوري کړ چې د نظام پر ضد يې تبليغات کول
په افغانستان کې تیر شل کلن نظام چې د تالب په لاس سقوط شو له تیرو څه کم پنځو میاشتو را په دې خوا هیڅ نظام نلري.
د تالبانو وياند ذب ح الله م وويل د فيض جلال په نوم يو متعصب کې يې د خپلو خبرو د وضاحت لپاره نیولی چې د نظام پر ضد يې کولې.
خو پوښتنه داده چې تالبان د کوم نظام څخه بحث کوي؟
فيض جلال موده وړاندې د طلوع نیوز يوه ټلويزيوني خپرونه کې قطر کې د تالبانو له ویاند محمد نعیم سره لفظي شخړه وکړه او پر دې ډله يې توندې نيوکې وکړې.
په ملبورک کې د افغانستان د حالاتو څيړونکي عباس فراسو وويل چې تالبان بايد د خپل نظام وضاحت ورکړي نظام هغه ته ويل کيږي چې داخلي او بهرنی مشروعيت ولري دوی په جګړه يو سياسي نظام سقوط کړ.
هغه وويل چې ډ استاد جلال نيول د دې ښکارندويي کوي چې دوی په داخل د هېواد کې خپل سياسي منتقيدين ځپي، تالبانو هيڅ تغير نه دی کړی او خپلو دې کړنو ته به دوام ورکوي.
په ورته وخت کې له کابل څخه راپورونه وايي چې د جلال د خلاصون لپاره ځوانان‌ او يو شمېر مېرمنې د کابل کوڅو ته د هغه د خلاصون غوښتنه يې وکړه.
تالبانو تر دې وړاندې ويلي وو، چې پر دوی هرڅوک د انتقاد حق لري او د بیان ازادۍ ته ژمن دي.
د بښنې نړیوال سازمان له تالبانو د فيض جلال د ژر ترژره خوشي کولو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې دا ډله بايد خپلو داسې کړنو ته د پای ټکی کښېږدي خو داسې مالومیږي چې په افغانستان کې د بيان ازادۍ جنازه ووتله او نور څوک پر دولت او تالب د نقد‌ اجازه نلري تالبانو څو ځله کابل کې د میرمنو د حق غوښتنې پر اعتراضاتو ډزې کړې او د هغوی مخنيوی يې کړی.
ښايي د تالبانو د مشروعيت او رسميت په برخه کې هم د تالبانو دا ډول کړنې د دوی په زيان شي او دا ډله بيرته خپل ځان د تير په څير معرفي کوي

Comments are closed.