The news is by your side.

د پاکستان او ټي ټي پي خبرې، لس کسيزه پلاوی خوست ته تللی

راپورونه وايي چې پاکستان يو ځل بيا په دې هڅه کې دی ترڅو له ټي ټي پي سره مذاکرات ترسره کړي ولې د دوی وړاندې هڅې ټولې ناکامه شوې.
اوس تازه راپورونه دادي چې پاکستان د تحریک تالبان په وړاندې خپله کمزوري منلې او دا مهال يې د سولې مذاکراتو لپاره د افغانستان خوست ولایت ته د حافظ ګل بهادر سره د لیدلو پر تړاو لس کسه د وزيرستان مشران استولي، تر څو له هغه سره د‌ سولې اړوند خبرې وکړي.
پر همدې مهال يو شمېر سرچينو وويل چې د تير ډسمبر مياشتي څخه پاکستاني دولت د ټي ټي پي په غوښتنه د هغوی سلګونه تنه زندانيان هم خوشي کړي او دا لړۍ لا روانه ده.
په دې قضیه کې افغان تالبان هم ښکېل دي ځکه چې د خوست والي دفتر تايد کړې چې دې ولايت کې د ولايت مقام ته د وزيرستاني مشرانو لس کسيزه ډله رسيدلې ده.
تر دې وړاندې د ټي ټي پي او پاکستاني دولت ترمنځ يوه مياشتنی اوربند شوی وو، چې د دې هېواد د دوه مخې پاليسۍ له کبله د دولت له لوري مات کړل شو چې له هغه وروسته ټي ټي پي پر پاکستاني عسکرو مرګونې او خونړي بريدونه وکړل چې دوی به يې ياد ساتي.
ټي ټي پي تراوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي ولې د سولې او مذاکراتو لپاره دا ډله لوی شرطونه لري چې پاکستان به له ستونزو سره مخ کړي.
اوس پاکستان د پاڼ او پړانګ تر منځ دی که د ټي ټي پي غوښتنې مني تبا کيږي او که يې نه مني فنا کيږي چې اوس حيران دی څه وکړي؟

Comments are closed.