The news is by your side.

خوست کې د بسترو او قرنطین مرکزونو جوړولو چارې پیل شوې

خبریال وېب پاڼه/ د خوست په ۱۲ ولسوالیو کې د ۶ سوه کسانو لپاره د بسترو او قرنطین مرکزونو د برابرولو چارې پیل شوي.

خوست والي ټولو ولسوالیو ته هدایت ورکړی، چې د کرونا سره مبارزه ګړندۍ او د مرکزونو په جوړولو کې له خپلو ټولو امکاناتو څخه ګټه واخلي.

له دې وړاندې په مرکز کې د کرونا ناروغانو د تجرید روغتون، د قرنطین مرکز او د شکمنو کسانو د ساتنې مرکزونه جوړ شوي، چې د ۲۵۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري او د اړتیا پر مهال د بسترونو شمېر لوړیدلی شي.

بل خوا بیا د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د سمنګان، فارياب، پکتيا، کندهار، لوګر، سرپل او بادغيس ولايتونو روغتيايې ستونزې و څيړلې.

د افغانستان د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز د ولاياتو د عامې روغتيا له رئيسانو سره د خپلو دوامدارو ناستو په دوام نن د ويډيو کنفراس له لارې دولاياتو روغتيايې ستونزو د څېړنې او له کرونا ويروس سره د مبارزې په اړه د سمنګان، فارياب، پکتيا، کندهار، لوګر، سرپل او بادغيس ولايتونو د عامې روغتيا له رئيسانو سره خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې د پورته ذکر شويو ولايتونو د روغتيا رياستونو رئيسانو د کرونا سره د مبارزې په وړاندې خپلې ستونزې د څېړنو لپاره د عامې روغتيا وزارت له رهبرۍ سره شريکې کړې.

د عامې روغتيا وزیر د دغو ولاياتو د ستونزو د څېړلو ترڅنګ د اړوندو اداراتو مسؤولينو ته لارښوونه وکړه ترڅو زر تر زره د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي او د دوی لپاره د اړتيا وړ تجهیزات اماده کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.