د واک تندې هېواد له تاریخي بحران سره مخ کړی
خبریال وېب پاڼه/افغانستان په ځلونو د سختو شرایطو او بدو حالاتو په لومو کې را ګیر شوی خو څومره چې اوس له بد وضعیت سره مخ دی، ښایي داسې کم حالتونه یې شاهد و اوسي.
د واک تنده هغه ناروغي ده چې افغان مشران او جهادي ټیکه داران پرې روږدي دي. په تېره کابو نیمه پېړۍ کې چې افغانستان د جنګسالارانو او جهادي جنونیانو له امله څومره زیان لیدلی، ښایي د تاریخ په هېڅ لمحه کې افغانستان لیدلی نه وي.
د سیمې شیطان صفته کړیو او نړیوالو استخباراتي هېوادونو د اسلامي افراطیت ژوره مطالعه کړې او په افغانستان کې یې د خپلو ګټو لپاره په همدې چوکاټ کې جنګسالارانو باندې خپله پانګونه کړې ده. هر ډول نجسه پروژه پر همدې طبقه پلې کوي. مجاهدین، طالب اورپکي او بل هر اخواني او سخت دریځی یې د ګټو وړیا او یا هم په پیسو باندې ستر جنګیالی حسابېږي.
په هره هغه خبره چې د هېواد، نطام، ټولنیز جوړښت او نرمښت دریځ په کې نغښتی وي، د همدې سخت دریځې طبقې لخوا چلنج کېږي او په هره ممکنه لاره او د اسلام تراشۍ په چل ول باندې یې د تطبیق مخه نیسي. دا خلک نه منطق پېژني، نه استدلال ته غوږ نیسي او نه د قناعت په نوم څه پېژني. تل په دې هڅه کې دي چې د ګټونکي تمثیل وکړي، ولو که هر بد کار هم کوي خو دوی باید تل د ښو پر وړاندې بریا خپله کړي تر څو د بهرنیو بادارانو او شیطان صفته استخباراتي کړیو فرمایشات پوره کړي.
په حکومت او سیستم کې دخیل ګڼ شمېر سیاسیون او جهادي ټیکه داران هم د همدې دریخ لارویان دي. دوی که یوه نمړۍ د نظام له دسترخوان نه کوي، دوې او دری له بهرنیو هېوادونو نه کوي. تر څنګ یې د احساساتي او له ځانه ورکو ځوانانو کړۍ هم را چاپېره کړې دي، تر څو وکولی شي په ځوانه ټولنه یې په منلو کې ورڅخه کار واخلي. ډېری ځوانان ښه پوهېږي چې ورڅخه ناوړه استفاده کېږي، خو د جېب سالارۍ دریځ یې په خولو د چوپتیا مهر لګولی دی.
د پخواني اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله روانه ټاکنیزه سناریو یې یوه بېلګه ده. د ده په ګډون هر افغان پوهېږي چې په تېرو شویو ټاکنو کې بایلونکی دی خو بیا هم شله دي او د بریا چاڼې وهي تر څو په دولت کې خپل واک خوندي وساتي. زیان تول نظام او د هېواد دویمې او درېمې طبقې ولس ته رسېږي.
ډاکتر عبدالله په دې هم ډاډه دی چې د حکومت په اپوزیسیون دریځ کې د ده لپاره که لنډمهالې مادي ګټه شته خو پینځه کاله وروسته ټاکنو کې یې خیر نشته. په دې معنا چې که په سیستم کې د ننه نه وي، دی نه شي کولی په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ځان بریا تضمین کړي. افغانستان یو وروسته پاتې هېواد دی او یوازې د واک په لرلو او له نړیوالو سره په غوره اړیکو ساتلو کولی شي د لویې څوکۍ دریځ ته ځان ورسوي. همدا لامل دی چې د هېواد هېڅ ارزښت ته نه ګوري.
دوی ته نه د نظام استحکام معنا لري، نه افغان بچی، نه بېوزله او نه د وینو د روانو نهرونو بندول ورته کوم ارزښت لري، بلکې تل په دې هڅه کې دي چې په څوکۍ باندې خپل مقناطیسي دریځ غښتلی وساتي.
طالب، سوداګریزه مافیا او نور ټول هغه زورواکي چې د ګاونډ او سیمې له استخباراتي بانډونو څخه شوړې ترلاسه کوي، دوی یو هم نه د اسلامیت، نه د طبیعي او منطقي قانون ارزښت پالي او نه هم ورته افغانستان اړین دی، څه چې دوی پالي هغه د دوی خود غرضه حرص دی او تل د همغو پالنه کوي.
دا چې د طالبانو، پخوانیو جنګسالارانو او نورو مضرو کړیو له امله به د نظام او حکومتولۍ سبا څنګه وي، اوسنیو حالاتو ته په کتو یې وړاندېینه دومره روښانه نه اېسي خو هیله مند به یو چې یو نسبتا د قناعت وړ راتلونکی ولرو.
لیکنه: تنویر
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.