هلمند کې د تورو بانجانو حاصلات بازار ته وړاندې شول
خبریال وېب پاڼه/ دهلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د احصائیوي معلوماتو له مخې سږ کال په دې ولایت کې په شاخوا ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه کې تور بانجان کرل شوي دي، چې پر هر هکټار یې د ۲۵ مټریک ټنه تولید په ورکولو سره به نږدې ۶۲۵۰۰ ټنه حاصلات ورڅخه په لاس راشي.
دا د ناوې ولسوالۍ د عینک د سیمې د بانجانو کښتونه دي چې نن د بزګرو له خوا وشکول شول او مارکیټ ته وړاندې کیږي.
یاد بزګر وایي، د بانجانو حاصلات یې دافغانستان نورو ولایتونو ته هم انتقالیږي چې ښه عاید ورڅخه په لاس راوړي.
د هلمند د کرنې ریاست په دې ولایت کې تل د بزګرانو په چوپړ کې دی او د دې ریاست فني او مسلکي کارکوونکي د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په بېلابېلو برخو کې د هلمندي بزګرانو ملاتړ کوي او د اصلاح شويو تخمونو، کیمیاوي سرو وېشلو او د ناروغیو او افتونو د مخنیوي په پار د درملو په وېشلو سره یې هڅه داده، چې د دې ولایت کرنیز توکي ډېر او کرنه پرمختګ وکړي، تر څو کرنیز تولیدات ورسره زیات او یاد ولایت د کرنیزو توکو له پلوه پر ځان بسیا شي.
د هلمند ولایت بزګرو د دویزې کرکیلې پر ځای پرمختللې کرنې ته مخه کړې ده، چې د کمیت او کیفیت له لحاظه یې په حاصلاتو کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او ګڼو ولسوالیو کې موسمي سابه بازارونو ته وړاندې شوي دي چې تر ډېره یې د وارداتو مخه نیولې ده او په سیمه اییزه کچه یې نرخونه ثابت ساتلي دي.
د سبزیجاتو له ډلې بادرنګ، مارو کدو او توربانجان حاصلاتو ته رسیدلي دي چې ورسره هم مهاله روميان، پیاز او بینډۍ هم حاصلاتو ته د رسېدو په حالت کې دي.
د هلمند ولایت کرنې ادارې ساحوي کارمندان وخت په وخت له بزګرو سره له نږدې لیدنې کوي، د شنو خونو او پلاستیکي تونلونو له لارې د سابو په روزلو کې ورته عامه پوهاوی ورکوي او د مختلفو برنامو له لارې بزګرو سره مرستې کوي.
د نهر سراج او نادعلي ولسوالیو بادرنګ، رومیان، مارو کدو، بانجان او پیاز، چې په بې سارې ډول یې حاصلات کړي دي او تر ډېره ورته بزګر د تېرو کلونو په پرتله ښې هېلې لري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.