The news is by your side.

معلولې مېرمنې له تبعیض او جنسي ځورونو سره مخ دي

خبریال وېب پاڼه/ معلولیت لرونکې افغان ښځې او نجونې له تبعیض او جنسي ځورونو سره مخ دي.

معلولیت لرونکو افغان ښځو او نجونو پر وړاندې کوم خنډونه پراته دي؟

د بشري حقونو څار ډله وايي، دولتي دفترونو، روغتیایي سپارښتنو او زده کړو ته د لاس په برخه کې افغان معلولې ښځې او نجونې له تبعیض او جنسي ځورونو سره مخامخ دي.

د ”معلولیت کمزورتیا نه ده“ د بشري حقونو څار ډلې یو دېرش مخیز راپور له مخې، معلولې ښځې او نجونې په افغانستان کې له تبعیض سره مخ دي.

په دغه راپور کې هغه خنډونه چې افغان معلولې ښځې او نجونې ورسره مخ دي په تفصیل سره ورته اشاره شوې ده.

خو په دې راپور کې د افغانستان دولت څخه غوښتل شوي دي چې داسې سیاستونه او کړنلارې تر لاس لاندې ونیسي، چې معلولیت لرونکي ښځې او نجونې بېلابېلو برخو کې له خپلو اساسي حقونو څخه برخمنې او شته خنډونه یې له مخې لرې شي.

په دې راپور کې دغه راز د افغانستان ټولو تمویلونکو هېوادونو څخه هم غوښتل شوي دي څو د ټولو معلولیت لرونکو افغانانو حقونو څخه ملاټر او دفاع وکړي.

د افغانستان په څېر په یو وروسته پاتې هېواد کې معلول او معیوب وګړي تل له ځورونو سره مخ وي.

معلول وګړي روغتیایي خدمتونو ته نه لاس رسی، بې کاري، زده کړو ته نه لاس رسی، د امکاناتو نه شتون او نورو ورته ستونزو سره مخ دي، دوی تل په ټولنه کې د نورو له لوري په یو او بل نوم ځورول کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance