The news is by your side.

برېټانیا کې یو ماشوم په کور کې جومات جوړ کړی

خبریال وېب پاڼه/ د برېټانیا بریډ فورډ ښار کې يو اته کلن ماشوم په خپل کور کې ځانته جومات جوړ کړي.

د یحیی په نوم یو ماشوم وايي، چې ټول جوماتونه د کورونا ویروس او قرنطین او بندیز له کبله تړلي دي، نو هغه فکر کاوه چې ولې په کور کې جومات نه جوړوي.

د یحیی مور او پلار هم ورسره د جومات په جوړولو کې مرسته وکړه او په یوه اوونۍ کې يې جومات جوړ کړو.

د يادونې وړ ده چې په کور دننه جوړ شوي جومات په جوړېدو کې له کارډ بورډونو، ريپرزونو او کوچنيو څراغونو څخه کار اخیستل شوی.

هېره دې نه وي چې په دې وروستیو کې په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدا له کبله ګڼ خلک په کورونو کې پاتې شوي او بهر نه وځي او تر ډېره د بېلابېلو هیوادونو وګړو ته د روغتیاپالانو له لورې په کور د پاتې کېدو توصیه کیږي، نو همدا وجه ده چې په کور پاتې خلک د خپل ساعتېرۍ په پار بېلابېل فکرونه کوي او خپل ځان مصروف ساتي.

نه يوازي لویان بلکې ماشومان هم د دغه افت له کبله په کور بند پاتي دي، نو له همدې امله، يو نيم وخت کې د کور لویان د کوچنیانو د ځينو فکرونو او اندونو د پوره کولو او د قرنطین موده کې په کور کې د بوخت پاتې کېدو په پار اقدام کوي.

روان کال د روژې مبارکه میاشت هم داسې مهال راغله چې د کرونا ویروس له امله د نړۍ ډېره برخه بنده ده.

د سعودي عربستان او د نړۍ د لویو علماؤو له لوري ټولو مسلمانانو ته په کورونو کې د لمونځونو او تراوېح د ادا کولو امر شوی.

کعبه شریفه چې هر کال به په کې زرګونو خلکو د روژې او تراوېح لمونځونه ادا کول، اوس مهال د کرونا ویروس څخه د خوندیتوب لپاره تړل شوې او د ګوتو په شمېر خلک په کې لمونځونه ادا کوي.

د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د جوماتونو له تړل کېدو سره، د مسلمانانو لپاره هم سږ کال روژه ډېر توپیر لري او په جماعت سره په ګډه لمونځونه نه شي ادا کولی.

تمه شته چې د کرونا ویروس د کمېدو او ورکېدو سره به د کعبې شریفې په ګډون د نړۍ په اسلامي هېوادونو کې ډېر ژر جوماتونه هم پرانیستل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance