The news is by your side.

د روغتیا وزیر خبریالان څنګه په کرونا ککړ کړل؟

خبریال وېب پاڼه/ د روغتیا له وزیر سره تر مرکې وروسته خبریالان پر کرونا ککړ شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز سره د طلوع نیوز خصوصي ټلوېزیون له مرکې وروسته د طلوع نیوز یو شمېر همکاران پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا له وزیر سره تر مرکې وروسته د طلوع نیوز د نشراتو رییس لطف الله نجفي زاده، د سیاسي خپرونو ویاند، یاسر ابرار، د سیاسي خپرونو مسؤول فریدون عظیمي، تمیم حمید او یو شمېر د پردې تر شا همکاران یې پر کرونا ویروس ککړ شوي دي.

دا د طلوع نیوز هغه همکاران دي، چې د عامې روغتیا له وزیر سره د مرکې پر مهال یې لیدلي و او روغبړ یې ورسره کړی و.

پر کرونا ویروس د طلوع نیوز اخته شوي همکاران اوس مهال په قرنطین کې دي، دوی له خلکو غواړي، چې له کرونا څخه د ژغورل کېدو لپاره دې، ورته مشورې ورکړي، معنوي ملاتړ دې یې وکړي، د بېړنۍ روغتیا لپاره دې ورڅخه دعاوې نه سپموي او د کرونا ویروس یا کوویډ١٩ ناروغۍ څخه د خوندیتوب لپاره دې په کورونو کې پاتې شي.

په ورته مهال څو ورځې وړاندې د عامې روغتیا له وزارته یو شمېر باوري سرچینو خبریال وېب پاڼې ته ویلي و، چې د روغتیا وزارت شپږ تنه کارکوونکي چې د روغتیا وزیر ته نږدې کسان دي، پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

معلومات ښیي، چې د عامې روغتیا وزیر فېروز الدبن فېروز کې هم د کرونا نښې نښانې لیدل کیږي.

ویل کیږي، چې وزیر هم سخت ټوخیږي، ټوخی، تبه، سر دردي، بې حالي، زړه بدوالی پر کرونا ویروس د اخته کېدو نښې نښانې دي.

نو په طلوع نیوز کې د روغتیا له وزیر سره تر مرکې وروسته چې د طلوع نیوز همکاران پر کرونا ککړ شوي، په ډاګه شوه، چې د روغتیا وزیر به هم پر کرونا اخته وي او له کومو خلکو سره یې چې لیدنه کړې ممکن ټول یې پر ویروس ککړ کړي وي.

کرونا ویروس غریب او چارواکی نه پېژني، اوس د رسنیو د کور له لسو زیات غړي پر کرونا ککړ شوي دي، چې ډېره برخه یې هغه خبریالان دي، چې د عامې روغتیا او یو شمېر نورو لوړو پوړو چارواکو ته یې په اسانه لاس رسی درلود.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.