The news is by your side.

امریکا د کرونا ضد اغیزناک درملو دبریا اعلان وکړ

خبریال ویب پاڼه – دامریکا متحده ایالاتو اعلان وکړ چې د کرونا وایرس په وړاندي یې یو ازمایل شوی درمل ښه او بریالۍ نتیجه ورکړې ده . امریکا کې د ساري ناروغیو او الرژۍ د ملي انسټیټیوټ مشر ډاکټر انټونیو فاوسي امریکا یانو او نړۍ ته دا زېری ورکړ.‌

نوموړي ‌وویل چې دا درمل یې د تېري‌فبروري‌میاشتي را هیسته پر ناروغانو ازمایه او د ناروغانو په درملنه کې ښه رول لوبولی دی . ډاکټر انټونیو فاوسي زیاته کړه :‌

“رمډېسېویر((Remdesivir د کورونا په ناروغانو باندې ښکاره او ستر مثبت اغېز لري او دا درمل کولای شي چې د کورونا وایرس مخه ونیسي.”

نوموړي په ټینګار سره وویل چې دا درمل په (۱۱) ورځو کې د کرونا وایرس ناروغ رغولای شي .

د کرونا وایرس خلاف جوړشوي درمل په داسي‌وخت کې اعلانېږي چې ددغې وبا له کبله د نړۍ لویه برخه هیوادونه بند دي‌او په ټوله کې کرونا وبا تر دم ګړیه (3,216,770)‌نیولي‌او (227,906) یې وژلي‌دي .

د کرونا تر ټولو ډېر کیسونه د امریکا په متحده ایالاتو کې دي‌چې ټول شمېر یې ددغه راپور د لیکلو تر مهاله (1,063,351)‌ ته رسېږي او (61,618) یې په امریکا کې وژلي‌دي .

تر امریکا راوروسته کرونا تر ټولو ډېر ه ایټالیا ځپلې ده چې 203,591 کرونا ورکي‌نیولي‌او 27,682 یې وژلي‌دي .‌

د کرونا ځپلو هیوادونو په قطار کې دریم مقام بریتانیا لري‌چې تر دم ګړیه دغه ناروغي‌ دلته 165,221 نیولي‌او 26,097 یې وژلي‌دي .

دغه درمل چې اوس یې امریکا د بریا اعلان کړی په هغو ځناورو هم ازمویل شوي چې په سارس او مارس باندې اخته شوي وو هغه دوه تنفسي ناروغۍ چې د کورونا وایرس د نورو ډولونو له امله رامنځ ته کېږي.

په دغو ازموینو کې هم د وایرس مخنیوی شوی او د ناروغۍ نښې نښانې پرې کمې شوې دي خو لا تر اوسه د نړۍ په هېڅ ګوټ کې یې د کارولو اجازه نه وه ورکړل شوې.

تمه ده چې د امریکا د خوړو او درملو اداره به د کوېډ ۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره ددغه نوي وایرس ضد درمل ورکول ته اجازه ورکړي.

تر دې وړاندې د چین لخوا په همدې درمل د یوې څېړنې پایلې په لنسټ مجله کې شریکې شوې وې په کومو کې چې یاد درمل د کوېډ ۱۹ ناروغانو لپاره اغیزناکه نه و بلل شوی خو ډاکټر فاوسي وايي هغه یوه نیمګړې څېړنه وه.

د نړۍ په بیلا بیلو برمختللو هیوادونو کې د کرونا وایرس د مخنیوي‌پر پار لسګونه درمل تر تجربو لاندي‌دي‌ او د هم دغې وبا خلاف د واکسینونو د جوړېدو لړۍ هم خورا ګړندۍ روانه ده .

د واکسین جوړونکو هیوادونو په قطار کې د بریتانیا له لوري‌اعلان شوی دی چې یو داسي واکسین یې جوړ کړی چې تر دم ګړیه اتیا په سلو کې بریالی دی ؛ دا واکسین تر ګڼو تجربو وروسته د تېري پانج شنبې په ورځ په بریتانیا کې پر انسانانو وازمایل شو .

که د نړۍ دا دوه ستر هیوادونه امریکا او بریتانیا یو درمل او بل واکسین تیار کړي‌؛ ښايي په لږ وخت کې نړۍ د کرونا وایرس له غصب نه وژغوري‌.

 

بریتانیا کې د کرونا ضد جوړ شوي واکسین و آزمایل شول

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.