ترکیه کې د مذهبي مشر څرګندونو لانجي پارولي

 

خبریال ډاټ کام: د ترکیي د  دیني ملي ادارې مشر هغو څرګندونو نیوکی پارولي چې ویلي ول، همجنس بازان د کرونا د نارغۍ مسببین دي.

د ترکیې د دیني ادارې یا دیانت رییس علي ارباس، د اسلام په محافظه کاره تفسیر باندې شهرت لري.

هغه ویلي چې همجنس بازانو ته باید په ترکیه کې د فعالیت اجازه ور نه کړل شي.

ترکیه داسي یو اسلامي هیواد دی چې پکې د هر دین پلویانو ترڅنګ د هرې جنسې ډلي پلویان هم اجازه لري تر څو د خپلي خوښي تمایالات په عامه توګه تمثیل کړي.

د اکثرو نورو مسایلو په باب د ده نظریات هم د هغه د منتقدینو په نظر له اوسني عصر او زمان سره مساعد نه دي.

د تیرې جمعې په ورځ د لمانځه په خطبه کې د ارباس دا نظریه چې همجنسبازي د کرونا د شیوع یو علت دی، د هغه دا ډول شهرت نور هم لوړ کړ.

هغه ویلي وو: «همجنسبازي او مخالف جنس ته تمایل نه لرل، نسلونه خرابوي او د دغه ډول ناروغیو لامل کیږي. اسلام پرهمجنسبازي باندي بد ویلي دي.

خو د ده دغه اظهارات بیا د مدني ټولنو او سیکولر سیستمدارانو هغه چې دین له سیاست څخه بیل بولي  د قهر او غضب سبب ګرځیدلي دي.

د هغوی په نظر د ارباس نظریات د نفرت راپیدا کیدو او تبعیض سبب ګرځي.

خو بیا جمهور رییس رجب طیب اردوغان، د تیرې دوشنبې ورځې د کابینې په جلسه کې وویل: «دغه ارزیابي د اسلام او قرآن په نظر کې نیولو سره تر سره شوي ده.

هغه ټینګار وکړ چې د دیني ادارې د رییس اظهارات چې د ده تر مستقیمې ادارې لاندې قرار لري، د اوله څخه تر اخره پورې سم وه.

اردوغان ټولې نیوکې، په ځانګړې توګه د انقرې د مدافع وکیلانو د انجمن څرګندونې، په شدت سره رد کړې. دغه انجمن د دې دمخه د دیانت د ادارې د رییس اظهارات د اسلام او ترکیې د دولت په مقابل کې یو تعرض بللی وو. هغوی ویلي وه چي دیانت اداره غواړي، خلک یو دبل په مقابل کې سره واچوي. انجمن ویلي دي چې د هغه راهیسې چې ارباس د دیانت د ادارې ریاست پرغاړه اخیستی دا لومړی وار نه دی چي هغه ګواکي د همجنسبازۍ په اړه څرګندونې کوي، بلکه په وار وار یې د هغو کسانو څخه چې د کوچنیانو او ښځو پر ضد تشدد کوي، هم دفاع کړې ده.

د بلي خوا بیا د ارباس اوسني اظهارات د آلمان د یو تعداد سیاستمدارانو له نیوکو سره مخامخ سوي دي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي مسایلو مسئول میشاييل روټ، ویلي دي چې د ارباس اظهاراتو یو وار بیا وښووله چې په ترکیه کې د اقلیت همجنسبازانو له پاره وضعیت سخت او آن خطرناکه شوی دی.

میرویس جلالزی

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum