The news is by your side.

پنجشیر: ط/الب ملیشو له خلکو سرونه غوڅ کړي

خبريال ویب پاڼه/ تازه د ځینو رسنيو له خوا داسې راپورونه ورکړل شوي چې د ط/الب ملیشو خپلسرو له لوري په پنجشیر ولایت کې يو شمیر خلک نیولي چې له يو څو ورځو بندي کیدا وروسته يې په دې تور له هغوی څخه سرونه غوڅ کړي دي.

پرون ورځ ګڼو ملي او نړيوالو رسنيو هم دغه راپور خپور کړ چې د ط/الب خپلسرو ملیشو په پنجشیر کې له ګڼو کسانو سرونه غوڅ کړي دي.
خو د ط/الب ملیشو حکومت يې په ځواب کې وویل چې د دوی ځواکونو په پنجشر کې هیڅوک نه دي نیولي او نه يې کوم چاته سزا ورکړي.

د ط/الب ملیشو د پنچشر امنیه قوماندان ازادي راډيو ته وویل چې دوی نه څوک نیولي او نه يې چاته سزا ورکړي ده.

باید وويل شي چې د ط/الب ملیشو ياده خبره درواغ ده ځکه نن په خپله د پنجشیر عامو حلکو هم رسنیو ته وویل له کومو کسانو چې د ط/الب خپلسرو ملیشو سرونه غوڅ کړي د دوی خپلوان وو.

نن د مقاومت جبهې په نامه ډلي هم په يوه خپره کړي خبر پاڼه کې وويل چې ط/الب ملیشو له خوا د پنجشیر له اوسيدونکو سرونه غوڅ کړي دي.

په دغه خپره شوي اعلامیه کې ويل شوي چې ط/الب ملشو په پنجشیر کې په عامو خلکو سخت ظلمونه پیل کړي دي ؛ هره ورځ په يوه او بله بهانه خلک ځوروي.

د مقاومت جهبې ط/الب ملیشو ته خبرداری ورکوي چې د پنچشیر د وګړو غچ به ډير ژر واخلي.

باید وويل شې مقاومت جبهه د احمد شاه مسعود د زوی احمد ولي معسود په مشرۍ رامنځته او د ط/الب ملیشو پر ضد يې خپل مقاومت اعلان کړ.

تیره میاشت په پنجشیر کې د يادې ډلي او ط/الب ملیشو ترمنځ سخته جګړه را منځته شوه د جګړې په ترڅ کې دواړو غاړو ته درانه تلفات واوښتل.

د يادولو وړ ده چې ط/الب ملیشې ډیری وخت رسنیو ته درواغ وايې. کله ط/الب ملشې پر کابل واکمن شول دوی عمومي عفوه اعلان کړه چې په هیڅ چا به کار نه لري او نه غواړي چې له خپلو مخالفو کسانو سره حساب وکړي؛ خو ياده خبره تر ډیر د شعار تر بڼي پاتي شوه په تیرو ننو میاشتو کې يوازي د ملي اردو تر ۲۰۰۰ زيات کسان د ط/الب ملیشو له لوري شهیدان شوي دي.

او ګڼ شمیر نور د ط/تل ملیشو له لوري په يوه او بل نامه بنديان شوي دي.
ط/الب ملیشې ډیری وخت په خپلو خبرو کې درواغ وايې.

Comments are closed.