The news is by your side.

ځاځی: په هغه صورت کې وطن ته ځم چې افغان انجونې د تعلیم حق ولري

خبريال ویب پاڼه/ د ولسي جرګي د درالانشا پخوانی ريس قادر ځاځي د ط/البان هغه بلنه رد کړه چې ده ته يې هیواد ته د بیرته راستنیدو بلنه ورکړي وه.

قادر ځاځي خبرپال ویب پاڼې ته وويل چې دی په هر ځای کې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ او نفقه په خپله برابره ولای شوي خو دا چې ط/البان ده ته په وطن کې د سياست کولو او هلته د رسمي دندې اجازه نه ورکوي . د هغه په خبره چې له دې واړه څخه تیریدای شي چې په هیواد کې سياست ته شاه کړي او نه کومه رسمي دنده ترسره خو له ط/البانو سره د افغان انجونو د تعلیم په حق جوړ جاړی نشي کولای.

قادر ځاځی وايې هغه سياستوال چې افغانستان تللي په خپل تګ سره د افغان انجونو د ښوونځیو پر بندیدا مهر لګوي.

ځاځي زياتوي چې افغان سياستوال دې له ط/البانو څخه د ورتګ په بدل کې د امنیت ، په وطن کې د سياست کولو ، او د افغان انجونو د ښونځو پرانستل وغواړي.

د قادر ځاځي په وینا هغه سياستوال چې په فساد کې ښکیل نه وو فساد او غلا يې نه وي کړي هر وخت وطن ته تلای شي. د هغه په خبره هیڅوک يې مخه نشي نیولای نه ط/البان او نه بل څوک.

قادر ځاځي خبريال ویب پاڼې ته وويل چې هیواد ته د ورتګ بلنه د ط/البانو د استخباراتو د رياست له لوري وکړل شوه ده.

په دې وروستيو کې د پخواني حکومت ځينې چارواکې د ط/البانو په بلنه کابل ته راستانه شول.
ط/البانو بهر ته د تللیو افغانانو د راتګ لپاره یو کمیسون جوړ کړي د هغوی په خبره ددې کمیسون د جوړيدان موخه له افغانستان څخه وتليو افغانان خپل هیواد ته راستانول دي .

خو اوس پوښتنه دا ده چې افغانستان ته راغلي د پخواني حکومت چاوراکي څنګه او د څه لپاره افغانستان ته راغلل. آیا له ط/البانو سره يې کوم تعهد کړی کنه؟
دغه چارواکي د کوم پرتوکول په اساس افغانستان ته راغلل؟

په تازه راغلیو چارواکو کې د ترانسپورت وزارت معین حسن مبارک ، د پوهنې او د پارلماني چارو پخواني وزیر ، فاروق وردګ او د افغان پوځ پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري شامل دي د حج او اوقافو پخوانی وزیر صديق چکري افغانستان ته راستانه شوي.

په راستانه شوو سياستوالو کې يې ډیر په فساد ککړ او په څارنوالۍ کې دوسیې لري.

 

 

 

Comments are closed.