The news is by your side.

کډوالو وزارت بې ځایه شویو کورنیو سره سل میلیون افغانۍ مرسته کوي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په هېواد دننه له بې ځایه شویو کورنیو سره سل میلیون افغانۍ مرسته کوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د کالونو په اوږدو کې یاد وزارت وتوانېد، چې د افغان حکومت له بودجې د بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو اړتیاوو ته د رسېدنې په پار تر اوسه ١١٣ میلیون او ١٣٢ زره افغانۍ نا تأیید شوې بودجه، د وړاندوینې پر اساس او یوې برنامې له مخې اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.

دا مرستې به د مالیې وزارت سره د مصرف د هوکړې پر مېکانېزم، د کډوالو وزارت او ولایتونو کې د اضطراري حالتو کمېټو پر نظارت، د بې ځایه شویو کورنیو او اصلي مېنو ته د را ستنو شویو کورنیو د تشخیص او پلټنې وروسته به د لومړنیو توکو مرستو او ژمنیو مرستو په توګه له ١٢ زره او ٦٥ کورنیو سره توزېع شي.

د ژمنیو مرستو په لړ کې به په کابل کې ٨٣ میلیون، یو لکه او ٦٥ زره افغانۍ به ٧٦٣٣ کورنیو، په بغلان کې ١٢ میلیونه ٤ لکه ٩٥ زره افغانۍ ٨٣٣ کورنیو ته، په کندهار کې به ٧ میلیون او ٥ لکه افغانۍ ٥٠٠ کورنیو ته توزېع شي.

د بېړنیو مرستو په لړ کې به، په کابل کې ٤ میلیون او ٨ لکه افغانۍ ٤٠٠ کورنیو ته، په بدخشان کې به ٢ میلیونه ٧ لکه او ٢١زره افغانۍ ٢٢٦ کورنیو ته، په لوګر او نورستان کې به، ٣ میلیون او ٦ لکه افغانۍ ٣٠٠ کورنیو ته او په فاریاب، میدان وردګ، سمنګان، ارزګان، تخار، لغمان او غور کې به ٢ میلیون او ٤ لکه افغانۍ ٢٠٠ کورنیو سره مرسته وشي.

خپلو اصلي مېنو ته د راستنو شویو کورنیو سره د مرستې په لړې کې به، په کابل کې ٧ میلیون او ٧ لکه افغانۍ ٣٨٥ کورنیو نه د ملاتړ، په ننګرهار کې به هم ٧ میلیون او ٧ لکه افغانۍ ٣٨٥ کورنیو نه د ملاتړ او په هلمند کې به ٨ لکه او ٦٠ زره افغانۍ ٤٠٣ کورنیو نه د ملاتړ په پار توزېع شي.

په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستېندوکو چارو وزارت ٢٦٩ میلیونه افغانۍ د حکومت د بودجې په احتیاطي کوډ کې لري، چې د طبیعي پېښو او بې ځایه شویو کورنیو ته به د اړتیا پر مهال ووېشل شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید عالمي بلخي په دې اړه ویلي، له کومه وخته چې هېواد د کرونا ویروس سره را ګیر شوی، بې ځایه شوې کورنۍ نورې هم ځپل شوي او له محتاجۍ سره مخ شوي دي. د کډوالو وزارت د مصرف د پروپوزل له مخې بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو په برخه کې بودجه چې په احتیاطي کوډ کې ده، د مالیې وزارت له تأیید وروسته به، په ولایتونو کې د اضطراري حالاتو د کمېټو په نظارت بې ځایه شویو مستحقو کورنیو ته توزېع شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت، له ملي بودجې څخه ٥٠٠ میلیونه افغانۍ د بېړنیو مرستو په توګه د بې ځایه شویو کورنیو، طبیعي پېښو ځپلو او اصلي مېنو ته پر راستنو شویو کورنیو وېشلې وې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.