طالبان: د‌ بشري مرستو رسولو په چارو کې ښځينه کارکوونکو ته نوی لارښود جوړو

طالبان وايي د بشري مرستو رسولو په ځينو چارو کې ښځينه کارکوونکو ته د يو نوي لارښود په جوړولو کار روان دی.

د طالبانو د حکومت يو شمېر وزيرانو د ملګرو ملتونو لوړ پوړي چارواکي مارټین ګرېفټس سره په ليدنو کې ويلي چې پلان لري د بشري مرستو رسولو په چارو کې ښځينه کارکوونکو ته يو لارښود جوړ کړي او د هغې په اساس د کار کولو اجازه ورکړي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو مرستيال مارټین ګرېفټس ويلي که څه هم د دوی او نړيوالو له غوښتنو سره پر افغان ښځو د کاري بنديز صادر شوی فرمان نه دی لغوه شوی خو بيا هم د طالبانو له ځينو وزيرانو سره په ليدنو کې يې مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.

ښاغلي ګرېفټس زياته کړې چې افغان ښځې د بشري مرستو رسولو په چارو کې مهم رول لري خو اندېښنه دا ده چې پر ښځو د کاري بنديز له امله بېړنۍ ژوند ژغورونکې فعاليتونه ځنډېدلي دي.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امنې محمد افغانستان ته له سفر وروسته په نيويارک کې خبریالانو ته ويلي چې د طالبانو سره په ليدنو کې یې د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره د هغوی غږ ورسولو خو د طالبانو يوازنی ټينګار دا دی چې په رسمیت وپېژندل شي او په ملګرو ملتونو کې د خپل حکومت استازی ولري.

امنې محمد ويلي زموږ د معيارونو له مخې رسميت پېژندلو کې بايد ډېر احتياط وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي هم د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امنې محمد سره په ليدنه کې ويلي وو چې دوی ځکه پر ښځو بنديزونه لګولي چې نړيوالو د دوی پر حکومت او چارواکو بندیزونه لګولي دي.

شننونکي وايي طالبان له ښځو د سياسي فشار په توګه کار اخلي او د خپلو وروستيو فرمانونو پر اساس غواړي د دوی حکومت په رسميت وپېژندل شي بيا له ښځو بنديزونه لېرې کړي خو د ښځو پر وړاندې د طالبانو دا سخت دريځي د دوی رسميت پېژندل او مشروعيت له نور هم له ځنډ سره مخ کوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More