The news is by your side.

تالبانو د پخواني حکومت افسر وژلی

خبریال وېبپاڼه: یو شمېر ځايي سرچینې وایي چې تالبانو په پکتیا ولایت کې د پخواني حکومت یو افسر په ډزو وژلی دی.
سرچینې خبریال ویبپاڼې ته ویلی چې یاد افسر بدرالدین حیدري نومیږي، خو په « بدو» مشهور وو چې د تالبانو له لوري وژل شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، نوموړی دوه ورځې وړاندې په خوست ولایت کې د تالبانو له خوا نیول شوی و.

سرچینو خبریال وېبپاڼې ته زیاته کړې، چې بدو د تالبانو تر واکمنۍ وروسته پاکستان ته ولاړ؛ خو کله چې بېرته افغانستان ته داخل شو، په خوست کې د تالبانو له خوا ونيول شو، چې وروسته بیا پکتیکا ته انتقال شو.
که څه هم تالبانو تر اوسه د نوموړي د وژل کېدو علت نه دی روښانه کړی، خو تر دې وړاندې یې هم د پخواني حکومت ګڼ شمېر سرتېري وژلي دي.
سره له دې چې تالبانو عمومي بښنه اعلان کړې، خو بیا هم لیدل کېږي چې د پخواني حکومت ګڼ شمېر سرتیري او افسران په مرموز ډول وژل کېږي.
د یادونې وړ ده چې بدو په تېر دولت کې د پکتیکا د «بکخیل» ولسوالي امنیه قومندان وو.

Comments are closed.