The news is by your side.

د عارف شهید جنازې ته د مشر منظور پښتون وینا

خبریال ویب پاڼهپښتنو نن له يو پلوه د عارف وزير وينې پرتې دي د دغې خاورې د پاولنکي وينې پرتې دي او بل پلو د پنجاب د ګورنر خوشالي وګورئ چې هغه څنګه زموږ په مرګونو خوشاليانې لمانځي

دا خلک له ازله تر نن ورځې پورې زموږ دښمن پاتې شوی دی او تر اوسه پورې مو دشمن دی.

او په يو حالت کې دې هم نه پرېږدي هغه که ته غلی کېنې هم وژني دې که ته يې مخالت کوې هم وژني دې چې جاسوسي ورته کوې هم وژني دې چې غلام يې شې هم وژني دې.

 پښتنو نوره لار درته خوښه کړئ چې د غيرت مرګ مو خوښ دی که د بې غريتئ مرګ ؟‌

!نن چې موږ تاسې دلته سره را غونډ شوي يو يوازې جنازه نا بلکې دا خبره به هم

کوو چې د پښتنې خاورې باندې چې کوم جنګونه شروع دي, کوم مرګونه شروع دي کوم ظلمونه شروغعع دي, د دغې دفع کولو يوه لاره ده هغه د ستاسو را پاڅول دي هغه ستاسو په مټ کېږي.

تاسو ته د خپلې خاورې مينه پېژندل دي تاسو ته ستاسو خپل ځانونه درپېژندل دي تاسو ته د خپلې خاورې عزت او تقدس پيژندل دي؛

نن په تاسو باندې يو غږ کوم په ټول پښتون قام يې کوم چې ای پښتون قامه دا که د عارف وزير وينه توی شوې ده, که د خړ کمر وينې توی شوې د آرمان لوڼي وينې توی شوې که په درېم جون دوه زر اتلس په واڼه کې وينې توی شوې دا وينې د څه له پاره توی شويې دي.

دغو ظالمانو دغو جابرانو د صوات خويندو ميندو ته ښکنځلې کولې دغو د باجوړ خويندو ميندو ته ښکنځلې کولې دغو د پېښور خويندو ميندو ته ښکنځلې کولې دغو د اورکزي, کورم , خيبر, د وزيريستان داسې چې تر کوټې پورې چې څومره هم پښتانه پراته دي په چېک پوسټونو يې د دوی خويندو ميندو ته ښکنځلې کولې او او زورول به يې.

د عارف په شان دغو خلکو هغه خپلې خوندې مندې شمېرل کړې او د هغو په ننګ راووتل ای پښتون قامه ستا څخه پوښتنه کوم تاته مخامخ يم کوم چا چې په تا باندې ننګ کړی دی هغو سره ته څو سلنه ولاړ يې, ننګ پرې کوې که نا؟

نن يې بيا وايم چې داظالم دا جابر رياست به په موږ قاتل جوړ شي خو فاتح هېڅکله نشي جوړېدی!

دا دې د ځان سره وليکې چې نشي پښتونخوا فتح کولی دلته ډېر زورور راغلي وو مونږ يې کمزوري شمارولو ځان يې طاقتور شمارلو نن د وزيريستان په غرونو کې د فاټا او پښتونخوا په غرونو کې دغه کمزوري پښتانه اوسېږي اغه چې ځانته يې زورور ويل اغه نن نشته.!

داسې به سبا ته هم نه وې نوم او نښان به دې نه وي او دا پښتانه به په خپله خاوره مېشت او شته وي.

موږ به خپل ټول پښتون قام ته دا خبره کوو عارف وزير جنازه به په واڼه کې کېږي او موږ به بيا خپل قام ته يوه روستي آخري فاينل خبره کوو يو خبره به ورته ږدو يوه فيصله کول دي, ټينګ عظم کول دي يوه وعده کول دي.

زما سره نه د بل سره نه د دغې خپلې خاورې سره چې دا د بې وسئ مرګونه نور منو که نه يې منو که نه يې منو بيا هر هغه سړی چې څوک جنګ راوړي يا يې څوک ملګرتيا کوي هغه په دې خاورې پرېږدي که نه يې پرېږدئ.

د دغې لپاره چې قرباني راځي د دغې قربانئ ته تيار يئ که نه يئ تيار؟

چې تيار يئ دا تياري صرف احيطاتي اوازونه دي دا به دغه دغې خاورې خڅه د دوی د په شا تک سبب کېږي موږ به خپل منځ کې يوه خبره يوه مشوره کوو بيا به خپل ننګيالي قام ته لايحه عمل ورکوو دا قام بې ننګه نه دی هسې د ظالم او جابر دا سوچ تېر شوی دی ای آی اې اېس آی, آی اېم آی, او فوجه په دغې خاورې چې څومره هم د ظلم او جبر شکلونه دي موږ يې پېژنو دا ټول ستا ښکلونه دي دا ټول ستا خلک دي دا ټول تا جوړ کړي, دا ټول تربيت تا ورکړی د دغو ټرېنېګونه تا کړي دي هر څه تا کړي دي او ته يې کوې.

دلته خبره روانه ده چې ګوډ طالبان دي او بېډ طالبان دي دغو ويشتي په دغې خاورې باندې هر وسلوال د دغې رياستي ادارو پيداوار دی په کومه څېره کې چې راځي موږ خپل دشمن پېژنو دلته چې څومره هم ولسوله راغلي دي هغه د پاکستان د رياستي ادارو کارکوونکي دي.

د عارف وينه توی شوه له عارف نه چا پټی نه وو ځينې نيولی د عارف په خپل کور کې څوک ورک نه وو عارف ته څوک په چېک پوسټ نشو را جيګېدلی خو دغه قام د غه قام د خلکو سره دا لوبه روانه وه دی د دې پاره شهادت ته رسېدلی دی د قام خيرخوا وپېژنئ د قام د هغو خلکو سره ودرېږئ کوم حې په دې قام باندې هر رنګه قربانئ ته تيار دي موږ بيا هم د خپلې خاورې سره وعده کوو چې څو په موږ کې ساه وي چې څو موږ ژوندي يو چې څوک هم دې خاورې ته په کږه سترګه وګوري موږ هغه نه منو نه يې شو منلی.

موږ ورته درېږو لاره يې نيسو زموږ خاوره چې آباده وي موږ اباد يو زموږ قام اباد دی.

عارف وزير کله هم بخښونکی نه دی نه هم زموږ تېر شهدا بخښونکي دي دا زموږ حوصلې دا زموږ زور ښايي دنيا او دې رياست ته چې په موږ کې څومره زور دی په والله له دغې خاورې سره چې چا هم غداري کړې ده چا چې زموږ پښتانه رونه قتل کړي دي دا مو وعده ده د خپلې خاورې سره چې څوک به هم نه معاف کوو.

مشر منظور پښتون

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance