The news is by your side.

افغانستان په نړۍ کې تر ټولو بې کیفیته انټرنټي خدمات لري

خبریال وېبپاڼه: د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې په افغانستان کې د انټرنېټ سرعت د نړۍ په ۱۳۷ هېوادونو کې تر ټولو ورو دی.
رویټرز خبري اژانس د انټرنټ د سرعت اندازه کولو کمپنۍ«اوکلا» ویلي، چې افغانستان د نړۍ په ۱۸۰ هغو هېوادونو کې چې انټرنټي خدمات لري، دوهم هغه هېواد دی چې دا خدمات په کې تر ټولو زیات بې کیفیته او ورو دي.
د رویټرز له لوري دا څېړنه وروسته له هغې پیل شوې چې یو شمېر نجونو د انلاین زده کړو په کولو کې د انټرنټ له ټیټ کیفیت څخه شکایتونه وکړل.
د رویټرز په وینا، د دې پروګرام زده کونکو د اسپیس ایکس اجرایوي رییس ایلون مسک څخه غوښتنه کړې، چې په افغانستان، اوکراین او ایران کې د سټار لینک سپوږمکۍ انټرنیټي خدمت فعال کړي.
محصلینو په افغانستان کې د سټلایټ انټرنټي خدمتونو برابرول د ښځو لپاره خورا ګټور بللي دي.
د اسپیس ایکس ویاند په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په افغانستان کې د مخابراتي شبکو له لوري د انټرنټي کڅوړو د فعالولو لپاره په ډېره اندازه پیسې اخېستل کېږي، خو خدمات یې تر ټولو ډېر بې کیفیته دي.

Comments are closed.

koi finance