ډبلو ایف پي: شل میلیونه افغانان له لوږې کړېږي
خبریال وېبپاڼه: ملګرو ملتونو افغانستان کې د لوږې پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالو پروګرام یا ډبلیو ایف پي یو وار بیا په افغانستان کې د لوږې پر زیاتوالي اندېښنه ښوودلې.
د دغې ادارې د اسیا پسفیک څانګې پرخپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې اوس مهال شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي.
یادې ادارې زیاته کړې، په دې ډله کې شاوخوا ۶ میلیونه افغانان د خوړو له قحطۍ سره مخ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د عوایدو فرصتونه کم شوي، نو ځکه ورسره په ټول هېواد کې د خلکو ستونزې پراخې شوې دي.
څه موده وړاندې ملګرو ملتونو ویلي و چې په افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ په پیل کې سیګار په یو خپاره کړي راپور کې ویلي چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې یې له افغانستان سره ۸ ملیارده ډالره مرسته کړې.
اوس باور دا دی چې له افغانستان سره شوې بهرنۍ مرستې حیف میل شوې او یوازې په نمایشي بڼه اړمنو افغانانو ته ډېره کمه برخه ورکړل شوې دي.
Comments are closed.