The news is by your side.

جرمني هغه ۲۸ افغانان منلي، چې په ایټالیا کې د کښتۍ له ډوبیدو څخه ژوندي پاتې شوي وو

خبریال وېبپاڼه: ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې جرمني په ایټالیا کې د کښتۍ د ډوبېدو له پېښې ۳۲ ژغورل شوي کسان منلي، چې ۲۸ یې افغانان دي.

رویټرز راپور ورکړ چې په ایټالیا او ملګرو ملتونو کې چارواکو تایید کړه چې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ژوندي پاتې شوي کسان د ایټالیا ساحل ته رسیدلي دي.

د ایټالیا په کلابریا کې یوه سیمه ایز دفتر په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د آلمان هامبورګ ته د 32 ژوندي پاتې شویو په لیږدولو کې مرسته وکړه.

د راپورونو له مخې په سپارل شویو کسانو کې ۲۸ افغانان، ۲ سوریایان، ۱ عراقی او ۱ سومالیایی دی.

د روان کال د فبرورۍ په ۲۶مه د ایټالیا په کلابریا سیمه کې کوټیرو ته نژدې په یوه تر ټولو خونړۍ سمندري پېښه کې له ۹۰ ډېر کسان مړه شول.

د ايټاليا د کورنيو چارو وزير ماتيو پيانتدوسي د دغه هېواد پارلمان ته وويل، چې له پېښې وروسته ۸۰ کسان ژوندي پاتې دي.

د يادونې وړ ده، چې د دې سمندري پېښې په قربانيانو کې نږدې څلوېښت افغانان وو.

Comments are closed.

koi finance