The news is by your side.

یونیسف: په افغانستان کې ښځینه کارکوونکې زموږ د کار د بریالیتوب لپاره اړېنه برخه ده

خبریال وېبپاڼه: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ‌ صندوق (یونیسف) ويلي، چې په دې اداره کې ښځینه کارکوونکې مهم رول لري.

یونیسف په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره د ښځو پر کار کولو د بندیز په اړه د طالبانو پرېکړه نا معقوله او هېښوونکې ده.

یونیسف په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار بنديز د طالبانو لخوا د ښځو پر بنسټیزو حقونو یو بل تېری ګڼلی او ټینګار يې کړی، چې دا پرېکړه به افغانستان کې بشري مرستې کمزورې کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي:«افغان ښځې زموږ د بشردوستانه ځواب حياتي رګ دی. هغوی ماشومانو، ښځو، ناروغانو، بوډاګانو او معیوبو کسانو ته د لاسرسي په برخه کې ځانګړی مهارت لري.»

د یونیسف په وینا، په دې موسسه کې د ښځو کار د دوی نارینه همکاران نشي کولای.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان پر دې په ټینګار سره چې په روان کال په افغانستان کې د ۱۹ میلیونو ماشومانو اړتیاوو ته د رسېدو په لټه کې دي، زیاته کړې چې له ښځینه کارکوونکو پرته به په دغه هېواد کې بشري ناورین لاپسې زیات شي او ډېر ماشومان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په افغانستان کې له دې ادارې سره د ښځو پر کار کولو د بندیز په تړاو د طالبانو نوې پرېکړه په کلکه غندلې او د دې پرېکړې او د ښځو پر زده کړو او کار د نورو لګول شويو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه يې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د اړوندو بنسټونو د راپور له مخې، له دغه سازمان سره د ښځو پر کار کولو بندیز د نړۍ د تر ټولو ناورين ځپلي هېواد په توګه تر بل هر چا ډير زيان د افغانستان خلکو ته رسوي.

Comments are closed.

koi finance