The news is by your side.

ترکیې په یوه اوونۍ کې شاوخوا ۵۰۰ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي

خبریال وېبپاڼه: ترکیې په یوه اوونۍ کې شاوخوا ۵۰۰ افغان کډوال له خپلې خاورې اېستلې دي.
د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولي د یاد هېواد د کډوالو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی چې په تېره یوه اوونکې یې شاوخوا یو زراو ۸۷۲ ناقانونه کډوال له خپلې خاورې ویستلي چې ۴۹۱ یې افغانان دي.
سرچینې زیاته کړې چې دترکیې حکومت په تېره یوه اوونۍ کې ۲ زره او ۴۹۲ ناقانونه کډوال نیولي چې له زرو ډېر په کې افغانان دي.
د اناتولي خبري اژانس د معلوماتو له مخې د ترکیې هېواد په د روان ۲۰۲۳ کال له پیل څخه تر اوسه ۲۷ زره او ۹۰۰ ناقانونه کډوال له خپل هېواد څخه ویستلي دي.
تېر کال بیا ترکیې هېواد ۱۲۴ زره او ۴۴۱ ناقانونه کډوال له خپلې خاورې ویستلي وو، چې ۶۸ زره یې افغانان وو.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هره ورځ زرګونه افغانان هڅه کوي د ترکیې له لارې نورو اروپايي هېوادونو ته په قاچاقي لارو لاړ شي.
د یادونې وړده چې تر دې وړاندې په ایران او ترکیه کې له افغان کډوالو سره د یادو هېوادونو د پولیسو د ناوړه چلند ګڼې ویډیوګانې هم خپرې شوې وې.
که څه هم له کډوالو سره د هېوادونو ناوړه چلند د کډوالۍ د نړیوال قانون څخه سرغړونه ګڼل کېږي، خو بیا هم ترکیه او ایران له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي.
بل لورته طالبان چې اوس مهال ځانونه د افغانستان واکمنان بولي، د افغان کډوالو پر دې وضعیت چوپ دي.

Comments are closed.

koi finance