The news is by your side.

انتوني ګوترېش د بشري مرستو رسولو په برخه کې د ښځو پر شتون ټینګار کړی

خبریال وېبپاڼه: په افغانستان کې د یوناما پر ښځينه کارکوونکو تر کار بندیز وروسته یو وار بیا د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د ښځو پر شتون ټینګار کړی.
هغه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د بشري مرستو په رسولو کې د ښځینه کارکوونکو شتون ډېر اړین دی.
هغه ویلي یې دي چې په یو شمېر پرېکړو کې د ښځو او نجونو ونډه کم رنګه شوې او په وینایي، که هغوی هم د حکومتونو او ملتونو په کچه په پرېکړو کې شاملې شې، پایله به یې نوره هم مثبته وي.
انتوني ګوترېش دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره اوونۍ طالبانو په افغانستان کې د یوناما پر ښځینه کار کوونکو د کار بندیز ولګاوه.
د طالبانو دې پرېکړې ګڼ غبرګونونه را وپارول او نړیوالې ټولنې دا چاره له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه وبلله.
که څه هم طالبان د دې کار لپاره کوم ښکاره دلیل نه لري، خو بیا هم هڅه کوي چې په افغانستان کې په یو نه یو ډول د هغو کړنو مخه ونیسي چې ګټه یې عامو خلکو ته رسیږي.

Comments are closed.

koi finance