The news is by your side.

د ټي ټي پي يوه جنګيالي پاکستاني پوځيان ووژل

خبریال وېبپاڼه: په پاکستان کې د ازادۍ لپاره جنګېدونکې ډلې تحریک طالبان پاکستان څلور پاکستاني افسران وژلي.
د اي بي سي نیوز د خبر له مخې، تېره ورځ د پاکستان پوځ او ملېشو د کوېټې ښار سویلي سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان ډ‌‌لې د یو مهم جنګیالي د پټنځي تر افشا کېدو وروسته پر هغه عملیات کړي چې د دواړ و له لورو ترمنځ نښته شوې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په نښته کې څلور پاکستاني افسران او د ملېشو یو مهم قومندان وژل شوی.
دغه راز د تحریک طالبان پاکستان ډلې دا مهم غړی هم د پاکستاني سرتېرو په ‌ډزو کې وژل شوی دی.
په پېښه کې د پاکستاني افسرانو ترڅنګ د ملېشو یومهم قومندان هم وژل شوی.
د یادونې وړ ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې په خیبر پښتونخوا کې دوه پاکستاني پوځیان د تحریک طالبان پاکستان ډلې له لوري وژل شوي وو.

Comments are closed.

koi finance