The news is by your side.

طالبانو په سالنګ کې له وروستیو جګړو وروسته شاوخوا سل کسان نیولي دي

خبریال وېبپاڼه: سیمه ییزې سرچینې وايي، په پروان کې د طالبانو او د ازادۍ جبهې د ځواکونو تر منځ له وروستیو جګړو وروسته دغې ډلې د سالنګ ولسوالۍ لږترلږه ۱۰۰ اوسېدونکي نیولي دي.

سرچينې خبریال وېبپاڼې ته وويل، چې دغه شمېر کسان په تېرو دوو ورځو کې د سالنګ په بېلابېلو سيمو کې د دغې ډلې پر وړاندې له پوځي جبهاتو سره د همکارۍ په تور نيول شوي دي.

طالبان په سالنګ ولسوالۍ کې د سلګونو جنګیالیو په استولو او د ملکیانو په نیولو سره د دې ډلې د مخالفو جبهو د ممکنه همکارانو د پېژندلو په لټه کې دي.

دغه راز طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې کور په کور چاپه اچولې او د سیمې خلک یې ځورولي دي، چې له امله یې یو شمېر کورنۍ د جګړې له وېرې له خپلو سیمو کډه کولو ته اړې شوې دي.

له بلې خوا طالبانو د دې ولسوالۍ په قلعتک سیمه کې د ازادۍ جبهې د یوه جګپوړي قوماندان فهیم سالنګي د کورنۍ د جنازې د ادا کولو اجازه ورنکړه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د سالنګي د جنازې د لمانځه لپاره د ځايي خلکو د تګ راتګ مخه نيولې ده.

په همدې حال کې سرچینې ادعا کوي چې طالبانو یوازې د فهیم سالنګي د کورنۍ ښځو ته اجازه ورکړې چې د هغه جسد د جګړې له سیمې وباسي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید وویل شي، چې د ازادۍ جبهې غړی فهیم سالنګي د دې جبهې له شپږو نورو غړو سره د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په غرونو کې له طالبانو سره په نښته کې ووژل شو.

Comments are closed.

koi finance