The news is by your side.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه به پټه وي

خبریال وېبپاڼه: ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د هېوادونو له ځانګړي استازي سره د دغه سازمان د سرمنشي غونډه به د تړلو دروازو تر شا په دوحه کې جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې ټاکل شوې دغه غونډه د مې په لومړۍ او دویمې تر سره شي.

د هغه په ​​وينا، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتریش به راتلونکې مياشت د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو استازي سره راټول کړي څو له طالبانو سره د خبرو لپاره يوه متحده تګلاره ومومي.

دوجاریک زیاته کړه: “د تړلو دروازو تر شا غونډه به د می په لومړۍ او دوهمه په دوحه کې ترسره شي چې موخه یې په افغانستان کې د پرمختګ لپاره د ګډو اهدافو په اړه د بین المللي تعامل بیا غښتلتیا ده.”

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد ویلي وو چې د دغه سازمان د سرمنشي په غونډه کې به د افغانستان لپاره د یادو هېوادونو له ځانګړيو استازو سره د طالبانو د تسلیمولو پر لارو چارو خبرې وشي.

هغې ټینګار کړی و، چې د نړۍ هېوادونه باید د افغانستان د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره د طالبانو د رسمي پېژندنې او خبرو اترو پر مسلې خبرې وکړي.

د امينه محمد دغو څرګندونو په هېواد کې دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شوې؛ خو سټیفن دوجاریک وايي چې ملګري ملتونه د طالبانو د تسلیمولو لپاره لابي نه کوي.

Comments are closed.

koi finance