The news is by your side.

د امازون ځنګل حېرانونکې کیسې لري

امازون د نړۍ ترټولو لوی باراني ځنګل دی چي په شمالي جنوبي امریکا کی موقعیت لري ، د امازون د ځنګل مساحت 5.5 ملیون مربع کیلومتره دی چی د ټولې اروپایي اتحادیې په پرتله شاوخوا 1,200,000 مربع کیلومتره پراخ دی ، د امازون ځنګلونه د لاتینې امریکا په 9 هیوادونو کی موقعیت لري، په پشمول برازیل (60٪)، پیرو (13٪). کولمبیا (9٪)، وینزویلا (5٪)، بولیویا (5٪)، ګیانا (3٪)، سورینام (2٪)، اکوادور (1.5٪) او فرانسوی ګیانا (1.5٪). او د امازون سیند د میان څخه تیریږي.

د نباتاتو او حیواناتو په تنوع کې د امازون ځنګل اهمیت او همدارنګه د هوا څخه د کاربن ډای اکسایډ په جذبولو او اکسیجن تولید کی د ځنګل مهم رول لري د امازون باراني ځنګل په ځمکه کي نژدې نیمایي اکسیجن تولیدوي ، د امازون ځنګل د نړۍ ترټولو لوی طبیعي میراث په توګه پیژندل کیږي، او ځینې خلک خو ورته “د ځمکې شین استر هم وايي.

د امازون باراني ځنګل ټول کال ګرمه او مرطوبه هوا لري ، په مرکزي امازون کې منځنۍ تودوخه یې شاوخوا 30 درجې سانتي ګراده ده او د سیمې لویدیزه برخه ي شاوخوا 25 درجې سانتي ګراد ده. درانده بارانونه نژدې هره ورځ په امازون کی اوریږي،
امازون په نړۍ کي ترټولو لوړ حیاتي تنوع لري ، په دغه ځنګل کي د ونو / درختو شمېر ۳۹۰ ملیارده اټکل سوی چی پکښي ۱۶ زره ډوله وني شاملي دي.
د حشراتو شاوخوا دوه نیم ملیونه ډولونه او لسګونه زره نباتات د امازون په ځنګلونو کی ژوند کوي ، په امازون کي د مرغانو او تی لرونکو ژوو د ډولونو شمېر شاوخوا دوه زره دی ، تر اوسه د امازون په سیمه کي لږ تر لږه ۴۰ زره ډوله بوټي، ۲۲۰۰ ډوله ماهیان، ۱۲۹۴ ډوله مرغان، ۴۲۷ ډوله تی لرونکي او ۳۷۸ ډوله حیوانات په ساینسي ډول مطالعه سوي او طبقه بندي سوي دي.
د نړۍ د مرغانو یو پر پنځمه برخه د امازون په ځنګلونو کي ژوند کوي او د نړۍ د ماهیانو یو پر پنځمه برخه د امازون په سیندونو او بهیدونکو اوبو کی ژوند کوي.

په امازون کي د یو شمیر حیواناتو ډولونه د انسانانو او نورو حیواناتو لپاره خطرناک دي ، مثلا د تور کیمن په شمول (د تمساح ډولونه)، جاګوار، پړانګ او ایناکونډا (د لوی مارانو ډولونه).

د امازون په سیندونو کی بریښنایی اییلونه هم کولی سي د انسانانو د مړینې لامل سي، او د پیراناس په نوم لوی کبونه هم انسانان پرې او سخت یې ټپي کوي ، د زهرجنو چونګښو 16 ډولونه په دې سیمه کی د خورا خطرناکه دي.

Comments are closed.