The news is by your side.

ګرینفیلډ: طالبان دروغجن دي

خبریال وېبپاڼه: په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ ویلي، طالبانو له نړیوالې ټولنې سره د خپلو ژمنو برعکس د افغان ښځو او نجونو د کار او زده کړو مخه نیولې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا د متحدو ايالتونو سفيرې د دغه سازمان د امنيت شورا د غونډې د پرېکړه ليک په صادرولو سره د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغه پرېکړه ليک هرکلى وکړ.

هغه وويل: “د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرېکړه ليک چې نن په متفقه توګه تصويب شو، طالبانو ته يو څرګند پيغام ورکوي: موږ پر افغان ښځو او نجونو ظلم غندو او ستاسو د بې رحمانه فرمانونو د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه کوو.” د هغه په ​​وينا، په داسې حال کې چې افغان مېرمنې او نجونې له خپلو بشري حقونو او اساسي ازادۍ بې برخې دي، نړيواله ټولنه به چوپه خوله پاتې نه شي.

د ګرینفیلډ په وینا، د نجونو او ښځو په وړاندې بندیز ظالمانه دی او دا حکمونه د افغانستان د ثبات، اقتصادي سوکالۍ او راتلونکي ودې مخه نیسي.

د امریکا سفیرې ویلي، چې طالبان ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي او جنسي استحصال د زیاتوالي له خطر سره مخ کوي او د ژوند ژغورنې بشري مرستې هغو افغانانو ته د رسېدو مخه نیسي چې سخته اړتیا لري.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو د کار او زده کړې پر حق لګول شوي محدوديتونه غندلي او له دې ډلې يې غوښتي، چې دغه لګول شوي بنديزونه لغوه کړي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره، دغې ډلې په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو پر ټولنیز ژوند، کار او تعلیمي فعالیتونو ډېر محدودیتونه وضع کړي دي.

Comments are closed.

koi finance