The news is by your side.

امیر خان متقي د پاکستان د پوځ له مشر سره لیدنه وکړه

خبریال وېبپاڼه: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د دغه وزارت چارسنبالي امیرخان متقي د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال منیر عاصم سره لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد نن یکشنبه د يوه ټويټ په خپرولو له عاصم سره د متقي د ليدنې خبر ورکړی.

ضیا احمد ویلي، په دې کتنه کې دواړو لورو د سیمې پر امنیت او پاکستان ته د افغان کډوالو د تګ راتګ پر اسانتیاو خبرې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند د امیرخان متقي او جنرال منیر عاصم ترمنځ د خبرو نور جزئیات ورنه کړل.

د پاکستان رسنیو او د دغه هېواد پوځ د دغې غونډې او په هغې کې د مطرح شویو مسایلو په اړه څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت د (ټي ټي پي)‌ مشرانو ته د پناه ورکولو او د افغانستان له دننه د دغه هېواد پر پوځ د بریدونو د تنظیمولو په اړه اندېښمن دی.

دا اندېښنه شاوخوا دوه میاشتې وړاندې کابل ته د پاکستان د دفاع وزیر او د استخباراتو د رئیس د سفر او له طالب مشرانو سره د کتنې پر مهال راپورته شوې وه.

د پاکستان حکومت له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد جګړه وکړي.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې طالبان له داعش ډلې سره د تحریک طالبان پاکستان د یوځای کېدو د وېرې له امله، نه شي کولای له دغه غورځنګ سره وسله واله مبارزه وکړي او یا هم په افغانستان کې د هغوي د فعالیتونو مخه ونیسي.

Comments are closed.

koi finance