ولې مو بدن درد کوي علت يې څه دی؟
خبریال ویب پاڼه – بدن درد د بيلابيلو ناروغيو ښکاروندویي کوي ځيني وخت د سټړيا ، روحي فشار استرس چې عادي ناروغۍ دي. خو ځينې وخت د بدن درد د ځينو نورو پټو ناروغيو له امله وي.
خو که ځيني وخت د بدن درد ډير او تل وي بايد ډاکټر ته ولاړشو او د ناروغۍ تشخيص او درملنه وکړو.
خو اوس پوښتنه دا ده چې ولې مو بدن درد کوي عوامل يې څه دي؟
۱- استرس يا روحي فشار کله چې انسان له روحي فشار سره مخ وي د انسان د مدافعت سيسم په سم او بشپړ ډول کار نه وي. ميکروب او ويروس په ډيرې اسانۍ سره کولای شې د انسان په بدن حمله وکړي او د بدن د ځينو غړو د درد باعث وګرځي.
۲- له بدن؛څخه د ډيرو خولو (اوبو) تلل: اوبه د بدن په جوړښتيز نظام کې له هغو.عناصرو څخه شميرل کيږي چې د بدن کړه وړه په طبعي او منظم ډول ساتي.
له اوبه پرته د بدن ځيني سيستمونه په سم او منظم ډول کار نشې کولاي او د ځينو ستونزو سره مخ کيږي. لکه د ساه(تنفس) اخيستل ، د هضمې سيستم او د وينې دوران د اوبو د نشتون په صورت کې له سونزوي مخ کيږي. او د انسان په بدن کې د ځينو دردونو باعث ګرځي.
۳- کم خوب کول: د کم خوب کول د بدن په ټول صحي وضعت ناوړه تاثير کوي. عموما انسانان په يوه شپه او ورځ کې له ۶ نه تر ۸ ساعتو خوب ته اړتيا لري. چې په بدن کې سلولونه هم کافي خوب ته اړتيا لري. همدارنګه مغز هم د ورځي په اوږدو کې کافي خوب ته ضرورت لري. د کم خوب په صورت کې سر ، مغز او ځينې نور غړي هم درد کوي
۴- يخ وهل او انفولانزا دغه دواړه ناورغي لکه څنګه ويروسي او ميکروبي ناروغۍ دي. ددې ناروغيو ويروسونه د بدن په مدافعت سيستم بريد کوي له هغه ورورسته د بدن ځيني برخي التهابي او ميکروبي کوي چې ډيری وخت ستونی، سينې ، او سږو د شديد درد لامل ګرځي.
۵- د وينې کموالی (کم خوني) د سروکرويات او وينې کميدل ددې باعث کيږي چې بدن کمه انرژي جذب کړي په داسې حال کې چې ډيري انرژي ته دبدن اړتيا وي. چې د وينې د کمښت په صورت کې بدن تل د سستي ، ستړيا کهالت سره مخ وي.
۵- د ويټامين D کمښت: کله چې په بدن کې د ويټامينD اندازه کمه شي په وينه کې کلسيم هم کميږي چې دا په بدن کې د ځينو دردونو لامل ګرځي. د ويټامين D کمښت عموما په هډوکو بد تاثير کوي او د هډوکو د درد او ماتيدو لامل هم ګرځي.
۷- ذالريه دا ناروغي هم په بدن کې د تنفسي سيسم د ميکروبي کيدو باعث ګرځي او انسان له ساه بندي سره مخ کوي.
چې د تبې، ستوني درد او سينې درد لامل ګرځي.
د بدن درد ځيني نور لاملونه هم په لنډ ډول يادوو چې عبارت دي له فيبروميالژيا ، د ستړيا سندرم ، ارتريت ، لوپوس، د لايم ناروغي. هيستوپلاسموزيس ، ام اس يادولای شو.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.