The news is by your side.

داوړ: اوبه په ډانګ نه بېلېږي، لر او بر یو افغان

خبریال وېب پاڼه/د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ یو ځل بیا د لر او بر یو افغان نارې په بدرګه کولو سره ترهګر ریاست ته ګوت څنډنه کړې ده.

د پښتون ژغورنې منل شوې او مخکښې څېرې او د پاکستان په پارلمان کې د پښتنو استازي محسن داوړ په خپل تازه ټویټونو کې یو ځل بیا د لر او بر یو افغان ناره بدګه کړې او زیاته یې کړې چې جغرافیې بدلېږي خو قومونه به تل په خپل حال وي. نوموړی زیاتوي چې افغان وم، افغان به یم او افغان به مرم.

پي ټي اېم یا د پښتون ژغورنې غورځنګ وروسته له هغه بیا خپله مبارزه چټکه کړې چې د تېرې جمعې په ورځ د ترهګر سالار ریاست لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی عارف وزیر په شهادت ورسېد.

په ظاهره عارف وزیر د پاکستان پلوه طالبانو لخوا ووژل شو خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي چې دا د پاکستان د څارګرې ادارې شومې هڅې دي چې غواړي د پښتنو په منځ کې وېره او ترهه خپره کړي او د خپلو ظلمونو لړۍ جاري وساتي، دوی زیاتوي چې وزیر د ریاست لخوا په شهادت ورسېد او د نوموړي لپاره د عدالت غوښتنې عریضه به هم د ریاست پر وړاندې درج کوي.

پي ټي ام له تېرو څه د پاسه دریو کلونو را هیسې په لر او بر کې د پښتنو د حقونو لپاره د عدم تشدد په دریځ مبارزه کوي چې تر دې دمه یې د پاکستاني ترهرګر سالار ریاست لخوا لسګونه غړي په مرموزه توګه په شهادت هم رسېدلي دي.

محسن داوړ په خپل یوه ټویټ کې لیکلي دي:

((یو خلک یو، یوه ژبه یو، د یو بل سره ودرېږو،

په ډانګ کله بېلېږو،

را ګوره چې نن څنګه یو له بل ځنې ځارېږو

یو ځای به پورته کېږو

له مسته اباسینه تر آمو پیوستون غواړو

پښتون ته ژوندون غواړو

پښتون ته ژوندون غواړو))

ورپسې یې د لر او بر هشتګ هم لیکلی دی. په ظاهره داسې ښکاري چې نوموړي په لوی افغانستان کې د پښتون ژوغورنې غورځنګ په ملاتړ د شویو لاریونونو منندویي کوي. نوموړي د خپل د تېر کال یو ټویټ هم بدرګه کړی چې په کې لیکلي یې وو:

(جغرافیې بدلېږي، خو قومونه نه بدلېږي

زه افغان وم، افغان یم او افغان به وم)

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.