The news is by your side.

د باور ځواک فونډېشن خبریالانو ته له کرونا د خوندیتوب کېټونه ورکوي

خبریال وېب پاڼه/ د باور ځواک فونډېشن سبا (پنجشنبه) خبریالانو ته له کرونا ویروس د خوندیتوب کېټونه ورکوي.

د کېټونو په بسته کې به خبریالانو ته، مکمل لباس چې، ماسک، دستکشې، د مخ شېلډ او د سر خولۍ په کې شامل دي ووېشل شي.

د باور ځواک فونډېشن تر دې دمه په مرکز کابل کې یوازې ٥٠ خبریالانو ته د کرونا ویروس د خوندیتوب کېټونه ورکوي.

د باور ځواک اداري مسؤولین وایي، چې په پام کې لري په ټول هېواد کې خبریالانو او روغتیاپالانو ته د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ د خوندیتوب کېټونه ورسوي.

دوی زیاتوي، چې، ډاکټران، روغتیاپالان، خبریالان او امنیتي ځواکونه له کرونا سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې ده، د باور ځواک ټوله اداره د هېواد له هر وګړي سره ولاړه ده.

هغه خبریالان، ډاکټران او روغتیا پالان چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي، موږ ټوله باید په ګډه له دوی سره مرسته وکړو او ویې ژغورو.

خبریالان د کرونا اړوند عامه پوهاوی او لارښوونې د ټولنې تر هر وګړي رسوي او معلومات خپروي او ډاکټران او امنیتي ځواکونه ټولنه ژغوري او د هېوادو والو پر درملنه بوخت دي.

د باور ځواک بنسټ تر دې دمه په ټول افغانستان کې څه باندې ١٢ زره راجسټر رضاکاران لري، چې په بېلابېلو برخو او حالاتو کې له هېواد والو سره مرستې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس له ګواښ سره تر نورو ډېر ډاکټران، روغتیاپالان، خبریالان او امنیتي ځواکونه مخ دي.

ټول هېوادوال باید هڅه وکړي، تر څو له دوی سره مرسته وکړي، په کورونو کې پاتې شي دوی او نور هېوادوال وژغوري.

د کرونا ویروس مهار اوس مهال د نړۍ ډېرو هېوادونو لپاره ډېره سخته تمامه شوې، په یو شمېر اروپایي هېوادونو او امریکا کې د زرګونو کسانو په مړینې سره لا هم دا ویروس نه دی کنټرول شوی.

په افغانستان کې د کرونا ویروس تازه څپې دي، که افغانان احتیاطي او روغتیایي تدابیر له پامه وغورځوي، محدودیتونه او ګرځبندیز مات کړي نو افغانستان به هم د دې ویروس ډېره بیه پرې کړي.

تازه د کډوالو نړیوال سازمان د کرونا ویروس له امله د افغانستات د ممکنه وضعیت له خرابېدو خبر ورکوي، یاد سازمان وایي، چې لا هم د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې ٦٠ سلنه وګړي د کرونا ویروس له خطراتو نه پوهیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.