The news is by your side.

د افغانستان لېرې پرتو سیمو کې کې ٦٠ سلنه خلک پر کرونا نه پوهیږي

خبریال وېب پاڼه/ د کډوالو نړیوال سازمان وایي کېدای شي افغانستان کې وضع لا خرابه شي.

د کډوالو نړیوال سازمان ویلي کیدای شي افغانستان کې د کرونا ویروس له امله وضع د بېلابېلو دلایلو له امله لا کړکېچنه شي.

دغه سازمان افغانستان کې د ناروغانو د ازمایښت ټیټ ظرفیت، د توکو کموالی او د روغتیایي بنسټونو نشتوالی د خپلې اندېښنې عوامل بللي دي چې په وینا یې دغه نیمګړتیاوې د روغتیایي کار کوونکو د زیانمنېدو چانس هم زیات کړی دی.

سازمان په یوه رپوټ کې ویلي چې لاهم د افغانستان د لرې پرتو سیمو ٦٠ سلنه وګړي د کرونا ویروس د خطرونو په اړه معلومات نه لري.

د کډوالو سازمان افغانستان سره په دې برخه کې شوې مرستې کافي نه بولي او په نړیوالو غږ کوي چې خپلې مرستې زیاتې کړي.

افغانستان کې تر اوسه له ۳ زرو زیات کسان پر کرونا اخته شوي او څه کم سل کسان نور مړه شوي دي.

کرونا ویروس اوس نړیوالو ته پر یو لوی سرخوږي بدله شوې ده، تر دې دمه هېڅ کوم هېواد د کرونا ویروس ضد درملو په جوړولو بریالي شوي نه دي.

که کرونا سره هم مهاله نړۍ سخت اقتصادي زیان هم لیدلی، د یو شمېر هېوادونو اقتصادي حالت ورسره مخ پر ځوړ روان دی.

د افغانستان په څېر بې وزله هېواد کې، چې د اوسېدونکو ډېر کاروبار یې غیر رسمي دی او د لومړنیو توکو اړتیاوې یې پر ورځنۍ ګټې وټې پوره کیږي، له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.

اوس مهال د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې ګرځبندیز او محدودیتونه د دې لامل شوي چې پر بازهرونو کې خوراکي او لومړنيو توکو بیې هم پورته شي، چې بې وزله خلک یې له رانیولو عاجزه شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.