The news is by your side.

خوست کې د غوزانو او جلغوزیو د تخمونو بریالی کښت

خبریال وېب پاڼه/ په خوست کې د جلغوزيو او غوزانو یا چهارمغزو د کورنيو قوريو تخمونه په پوره برياليتوب سره ټوکېدلي دي.

دا پروژه چې د خوست ولایت په پینځو ولسوالیو لکه موسی خېل، ځاځي میدان، تڼۍ، سپېره او دوه منده کې پلي کیږي له مخې یې د شاوخوا ٢١٦٠٠٠٠ نیالګیو د روزلو له پاره  ٣٦٠بزګرانو ته داسې قوریې جوړې شوي دي چې هره یوه يې د  ٦٠٠٠٠نیالګیو د تولید ظرفیت لري.

په دې پروژه کې ٣٦ د ځنګلدارۍ انجمنونه جوړ شوي او ٣٦٠ قریه داران چې هره ولسوالۍ کې ٧ انجمنونه او ٧٠ قوریه داران کیږي انتخاب شوي دي.

هر قوریه دار ته د ٢ کیلو جلغوزیو، ٣٠ کیلو چهارمغزو تخمونو، بېلچو، خیشاوې وسایلو، آب پاش، دوا پاش، ٤ اوسپنیزو تونلونو, ٢٥ کیلو سپېنې او تورې سرې پکېجونه ورکړل شوي.

ددا پروژه د بېلابېلو پړاوونو څخه تېره شوې، چې اوله مرحله کې عامه پوهاوی، دوهمه مرحله کې ترینینګونه او درېیمه مرحله کې ٢٠ د بزګرانو ساحوي مکتبونه جوړ شوي او اوس مهال يې تخمونه په پوره برياليتوب سره ټوکېدلي دي.

د دې پروژې له ګټه اخيستونکو سره په تخنيکي لحاظ تر دريو کالو پورې مسلکي کارمندان کار کوي او له دریو کالو وروسته به ځنګل ته انتقال شي، چې نتيجه کې به ٢٧٠٠ هکټاره ځمکه پر نوې ځنګل وپوښل شي.

د يادونې وړ ده چې د دې پروژې په لومړي کال کې ١٤٥٠٠٠٠٠ یا څوارلس نيم ميليونه بوديجه مصرف شوې او د دریو کالو په جريان کې به شاوخوا ٦٥ ميليونه بودجه پرې مصرف شي.

ياده پروژه د کرنې وزارت له خوا عملي کيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.