The news is by your side.

طالبان د چاپیریال دښمنان, د طالبانو د جنایتونو دوام

خبریال وېب پاڼه/ طالب وسله والو، د جګړو، چاودنو، ډله اییزو بریدونو، له خلکو په جبر د عشر په نوم پيسې او غلې دانې اخیستو سربېره اوس بل لوی ظلم يې شروع کړی چې د لویو لارو شنې ونې پرې کوي.

طالبانو په کندز ولایت کې د لویو لارو شنې ونې پرې کړي دي.

د کندز والي عبدالجبار نعیمي وايي طالب وسله والو په دې ظلم لاس پورې کړی چې له چاپېریال څخه د پاکې هوا په تنفس کولو هم خلک آرامه نه پریږدي، شنې سیمې تخریبوي او لویو لارو کې ماینونه خښوي.

د طالب وسله والو دا ظلم او جنایت دوی تل د وطن ورانیو، د خلکو شکنجو او په ځورونو لاس پورې کړی دی چې دا ظلمونه به يي په تور تاریخ ولیکل شي.

همدا شان امنیتي او کشفي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې د دغو جنایت کارانو په پېژندلو او نیولو کې عاجل اقدام وکړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د کندز پرته تېره شپه په هلمند ولایت کې طالبانو څو کیلو متره پوخ سړک په بلډوزر موټر اړولی وو.

د طالبانو جنایتونه د ختمېدو پر ځای لا پسې دوام مومي او زیاتیږي.

افغانان له طالبانو ښه خاطره نه لري، ډېری افغانان وایي، که طالبان سوله وکړي او خپل هېواد او خاورې ته راوګرځي، خو د طالبانو هغه ظلمونه او وحشتونه چې دې خاورې او خلکو سره یې وکړل، هېڅکله به یې هېر نه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.