The news is by your side.

اردو د طالبانو لخوا ویجاړ شوی سړک بېرته جوړ کړ

خبریال وېب پاڼه/د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د طالب اورپکو لخوا ۳ کیلو متره سړک په بمونو الوځول شوی ؤ چې اردو بېرته جوړ کړ.

د ۲۱۵ میوند قول اردو د انجنیرۍ ټیم په هلمند کې هغه ۳ کیلو متره سړک بېرته جوړ او د خلکو پر مخ خلاص کړ چې طالب اورپکو کې په بمونو الوځولی ؤ.

دا لومړی ځل نه دی چې وسلوال طالبان سړک د بمونو په واسطه اړوي. تر دې د مخه یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې سړکونه او عامه تاسیسات په بمونو الوځولي او وران کړي دي.

تېر کال طالب اورپکو د وردګو ولایت په بندچک ولسوالۍ کې هم څه کم دری کیلو متره سړک په بمونو پوښلی ؤ او شاوخوا ۴ میاشتې د عامو خلکو خلکو پر مخ عمومي سړک بند ؤ. ولسي خلک اړ وو چې په یوه لرې او ویجاړه شوې لار د موټرو تګ راتګ وکړي.

طالب اورپکو په تېرو څه کم دوو لسیزو کې د هېواد په هره سیمه کې پلونه، سړکونه او نور عام المنفعه ځایونه په بمونو الوځولي دي، چې له امله یې زرګونو او لکونو خلکو ته زیان اړولی دی.

د هلمند ولایتي چارواکي په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د ویجاړ شوي او په بمونو د الوځول شوي سړک په هکله بشپړ جزیات نه دي خپاره کړي خو زیاتوي چې د ۲۱۵ میوند قول اردو لخوا یې د بېرته جوړېدو چارې بشپړې شوې دي او د خلکو پر مخ د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوی دی.

هلمند د هېواد په جنوب لویدیځ زون کې یو نا امنه ولایت دی چې له طالب اورپکو سربېره په کې د نشه یي توکو مافیا هم فعالیت لري. په دغه ولایت کې د کال ۱۲ میاشتې جګړه روانه وي او ګڼو افغان امنیتي ځواکونو، ولسي وګړو او ترهګرو ته په کې مرګ ژوبله هم اوړي.

دغه سړک د نادعلي ولسوالۍ د لوی مانده اړوند په کوپک سیمه کې په بمونو وران شوی ؤ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.