The news is by your side.

رونالډ؛ ژر تر ژره دې بین الافغاني مذاکرات پیل شي

خبریال وېب پاڼه/اروپایي ټولنې په خپل تازه بیان کې د بین الافغاني مذاکراتو په ژر تر ژره پیل کېدو ټینګار کړی دی.

د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا او د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف په خپله تازه لیدنه کې د افغان سولې او د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیل کېدو په باب خبرې کړې دي.

اروپایي تولنه او ازبکستان وروسته له هغه د افغان سولې او له طالبانو سره د حکومت په بین الافغاني خبرو ټینګار کوي چې ټوله نړۍ د کرونا وبا تر سخت برید لاندې راغلې ده او تر دې مهاله یې تر ۲۵۰ زرو زیات کسان وژلي دي او تر ۳ نیم ملیونه زیات وګړي پرې اخته دي.

په افغانستان کې د کرونا وبا په راتګ او د روژې مبارکې میاشتې په را رسېدو سره د طالب اورپکو لخوا بریدونو زور اخیستی چې دې چارې افغان حکومت او نړیواله ټولنه سخته اندېښمنه کړې ده.

ولسمشر غني څو ځله په طالب اورپکو غږ وکړ چې د کرونا وبا له امله تاوتریخوالی کم کړي تر څو حکومت وکولی شي په لرې پرتو سیمو کې کرونا ځپلو ته روغتیايي خدنتو ورسوي خو دغې وسلوالې ډلې په وار وار رد کړه او خپل بریدونه یې وغځول.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر پرون په یوه بیان کې وویل چې طالبانو له تړون وروسته د دوی په سرتېرو او تاسیساتو باندې یو برید هم نه کړی.

خو له امریکا سره د طالب اورپکو له لومړني هوکړه لیک لاسلیکولو را وروسته دغې وسلوالې ډلې په افغان امنیتي ځواکونو سلګونه بریدونه کړي دي چې ګڼو افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده او په ځوابي بریدونو کې دغې وسلوالې ډلې هم سلګونه جنګیالي له لاسه ورکړي دي.

اروپایي ټولنه او ازبکستان په دې هڅه کې دي چې په افغانستان کې د کرونا له امله د احتمالي بشري ناورین مخه ونیسي او په دغه هېواد کې سوله او امنیت ټینګ شي. د اروپایي ټولنې او ازکستان استازو په ګډه ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید د جګړې روان بهیر د خبرو له لارې حل شي.

دواړو ولوریو په افغان سوله کې د همکارۍ ژمنه هم کړې ده. اروپایي ټولنې او ازبکستان تر دې وړاندې هم د افغان سولې لپاره د خپلو همکاریو ډاډ ورکړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.